د طالبانو حکومت ته نږدې سرچینو ادعا کړې چې له پاکستاني پوځیانو سره وروستۍ نښته په حقیقت کې د پاکستان هوايي بریدونو پر وړاندې ځوابي اقدام و. د طالبانو د دفاع وزارت په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې د ډېورند فرضي کرښې ته څېرمه د «شریرو» ځینې مرکزونه او د هغوی پلویان یې په نښه کړي دي.
د دې نښتې په اړه د پاکستاني پوځیانو د تلفاتو په تړاو بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي. یو شمېر سرچینو ادعا کړې چې په دې جګړه کې ۳۸ پاکستاني پوځیان او ۵ طالبان وژل شوي دي. په ورته وخت کې، ځینې نورو رسنیو راپور ورکړی چې په دې نښته کې د پاکستان ۱۹ پوځیان وژل شوي دي.
په دې اړه د پاکستان رسمي دریځ بیا بل څه دی. د پاکستان پوځ اړوند رسنیو دواړه راپورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې یوازې یو پاکستاني سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دې نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي دي او طالبانو پنځه پوستېې هم پرېښې دي، خو طالبانو بیا تر اوسه د خپلو تلفاتو او د پوستو د پرېښېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو دفاع وزارت بېساری دریځ
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دفاع وزارت په ښکاره توګه د ډېورند فرضي کرښې هاخوا، په پاکستان کې د ترهګرو ضد عملیاتو په اړه رسمي اعلامیه خپروي. د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د ډېورند فرضې کرښې پورې غاړې ته یې د «شریرو او د هغو د ملاتړو» یو شمېر مراکز په نښه کړي دي. طالبان فکر کوي چې دغه برید د پاکستان جنګي الوتکو وروستیو هوايي بریدونو ته یو ځواب ګنل کېدای شي. په دې وروستیو کې، پاکستان پر طالبانو تور پورې کړی چې د افغانستان خاوره د ترهګرو لهخوا د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کارول کېږي. طالبان بیا برعکس پاکستان د هغو بریدونو په ملاتړ تورنوي چې د طالبانو واکمني ننګوي.
آیا دا ځواب کافي دی؟
که څه هم طالبان د پاکستان د بریدونو په ځواب کې پوځي اقدام ته لاس واچاوه او هڅه یې وکړه چې له دغه اقدام سره د افغانانو احساسات کنټرول او له ملامتیا ځان وژغوري؛ خو دا یوازې لنډمهاله حل ګڼل کېدای شي. د دواړو خواوو ترمنځ شته ترینګلتیا او د باور کموالی ښيي چې ستونزه یوازې پوځي حل نه لري او باید لږ ژور او دقیقه محاسبه وشي.
پاکستان او طالبان دواړه هڅه کوي چې خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره له زور او فشار څخه کار واخلي. د دې وضعیت دوام د ډېورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ملکي خلکو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي. د دې شخړو حل یوازې هغه وخت ممکن دي چې دواړه خواوې د خبرو مېز ته سره کښېني او شته اختلافات د مذاکراتو له لارې حل کړي او کنه دا احتمال شته چې روان غچ اخېستونکي بریدونه به د پاکستان او طالبانو ترمنځ د یوې اوږدې کړکېچ لپاره لاره هواره کړي.