د انجلینا جولي او براد پيټ د کیسې پای؛ له اتو کلونو وروسته د بېلتون پرېکړه

طرز پرس

11 جدی 1403

Brad-Pitt-and-Angelina-Jolie.jpg

انجلینا جولي او براد پيټ، چې د هالیوډ یوه تر ټولو جذابه جوړه وه او د دوی د اړیکو داستان کلونه د د مینه والو په خوله وو، اوس په رسمي ډول خپل ګډ ژوند پای ته ورساوه. له اتو کلونو قانوني منډو ترډو وروسته، دې جوړې د طلاق او اړوندو مسایلو په اړه یوې هوکړې ته ورسېدل؛ هغه هوکړه چې د ډېرو لپاره د یوې پیچلې او جنجالي کیسې پای ګڼل کېږي.

جولي او پيټ په ۲۰۱۴ کال کې د خپل مشهور تاکستان «شاتو میراوال» کې په یوه ځانګړي مراسم کې واده وکړ. د دوی اړیکې له پیل څخه د رسنیو تر ذره‌بین لاندې وې. خو دا اړیکې په ۲۰۱۶ کال کې له ستونزو سره مخ شوې. دا هغه وخت وو چې جولي د «نه حلېدونکو اختلافاتو» له امله د طلاق غوښتنه وکړه.

خو جنجالونه یوازې دلته نه دي ختم شوي. جولي پر ښاغلي پيټ تور ولګاوه چې په یوه خصوصي هوايي سفر کې یې له ده سره ناوړه چلند کړی. پولیسو پلټنې وکړې خو په ښاغلي پيټ دا تورونه ثابت نه شول. وروسته په ډاګه شوه چې دا تورونه د دې جوړې په اړیکو ژور اغېزې کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، اوس دا دواړه جوړې د خپلو شپږو ماشومانو د حضانت ستونزه حل کړې. خو د مالي مسایلو په ځانګړې توګه د خپل مشهور تاکستان پر سر یې اختلاف لا هم دوام لري.

«شاتو میراوال» چې یو وخت د دې جوړې د مینې سمبول ګڼل کېده، اوس د اصلي شخړو یو علت ګرځېدلی. براد پيټ په ۲۰۲۲ کال کې جولي تورنه کړې وه چې له ده څخه په پټه یې خپله برخه یوه روسي اولیګارش ته پلورلې ده. جولي تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

اوس چې د طلاق دوسیه بنده شوه، د دې دوو ستورو مالي او قانوني راتلونکی لا هم په بشپړ ډول څرګند نه دی. خو یوه خبره روښانه ده او هغه داچې د « انجلینا جولي او براد پيټ ترمنځ د مینې کیسه چې له «ښاغلی او میرمن سمېت» فلم څخه پیل شوې وه، نور په رسمي ډول پای ته رسېدلی دی.