روسیې ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستيو نښتو اندېښنه لري او له دواړو خواوو غواړي چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي: «په دې سیمه کې شخړې نه یوازې نظامیان، بلکې ملکي وګړي هم قرباني کوي.»
مېرمن زاخارووا له طالبانو او پاکستان غوښتنه کړې چې د «زغم» او خبرو له لارې د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي. دغه څرګندونې د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته په پکتیکا ولایت او د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو په تړاو شوې دي. طالبانو ویلي چې دغه بریدونه «د ډیورند کرښې هغې غاړې ته» د «شریرو عناصرو او د هغوی ملاتړو» پر ضد ترسره شوي دي.
دواړه خواوې ادعا کوي چې یو بل ته یې درانه تلفات اړولي دي. ځینې سرچینې وایي چې په دې بریدونو کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي، خو د پاکستان حکومت دغه راپورونه بیا رد کړي دي.