رپوټونه

1d08f1ae-3025-44a6-860e-a65ded3aaa70.jpg

ښځو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالی؛ طالبان په هرات کې د ښځو ځانګړې قهوه‌خونې تړي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، پر افغانو ښځو محدودیتونه ورځ تربلې زیات شوي، چې اوس یې فرهنګي او ټولنیزو ډګرونو ته هم غځولي دي. طالبانو په وروستۍ اقدام کې غواړي په هرات کې د ښځو لپاره ځانګړې قهوه‌خونې هم وتړي.
OIP (1).jpg

د تلویزیون نړیواله ورځ او د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د تصویري رسنیو بحران

د تلویزیون نړیوالې  ورځې له رارسېدو سره سم، په افغانستان کې د تصویري رسنیو د بحراني وضعیت په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز او د رسنیو ملاتړي بنسټونه، لکه نی او د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان، د طالبانو له خوا د ټاکل شویو محدودیتونو او پر رسنیزه فضا باندې د دغو محدودیتونو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالو یې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې له رسنیو او د بیان له ازادۍ څخه د ملاتړ لپاره ګام واخلي.
C05DD6C7-AD25-41A6-8918-153490D93554_cx0_cy12_cw0_w1200_r1.jpg

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ د بې وزلۍ او سخت دریځۍ په زړه کې د افغان ماشومانو ژوند

د ماشوم نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې یوه داسې موقع ده چې د ماشومانو پر حقونو ټینګار وکړي او د دوی لپاره روښانه راتلونکې تضمین کړي. خو په افغانستان کې دا ورځ له هر څه زیات د هغه ماشومانو د غمجنو حالاتو یادونه کوي چې نه یوازې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي، بلکې په داسې حالاتو کې ژوند کوي چې راتلونکی یې له تیارو سره مخ کوي.
Untitled-2.jpg

د افغان میرمنو نړیوالې لاسته راوړنې؛ د طالبانو پر وړاندې د مقاومت روښانه پیغام

طرز پرس: په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونو او ځپنو ته دوام ورکوي؛ خو بلخوا لاهم د نړۍ په کچه د افغانو ښځو غږونه اورېدل کيږي او د مبارزې او هڅې ستر ویاړونه ترلاسه کوي. په دې برخه کې دوې ځانګړې څېرې، ژولیا پارسي او نیلا ابراهیمي، په ورستیو کې د مقاومت او د انساني حقونو لپاره د هڅو سمبول ګرځېدلې دي.
777777777777.jpg

طالبان او د رسنیو ضد تګلاره؛ آیا افغانستان د بشپړ چوپتیا پر لور روان دی؟

طرز پرس: له هغه وخت راهیسې چې طالبان یوځل بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان رسنیز چاپېریال د یو بې‌ساري فشار لاندې دی. د طالبانو له‌خوا پر رسنیو سخت محدودیتونه لګول شوي او په هېواد کې د رسنیو د بشپړ بندیدو خطر تر بل هر وخت ډېر رامنځته شوی دی.
GcrSOQ4WMAAmUOj.jpg

د افغانستان دوه ډیپلوماټیک چارواکي په آلمان کې د کوربه هېواد په غوښتنه له دندو استعفا کړې

آلمان – طرز پرس: په برلین کې د افغانستان د جمهوري دولت سفیر یما یاري او د دې هېواد په بٌن ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سید لطف‌الله سادات، د «کوربه هېواد په غوښتنه» له خپلو دندو استعفا کړې ده. دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ، د لړم ۲۸مه، د دوی له خوا په جلا اعلامیوکې خلکو سره شریکه شوه.
taliban-cancels-girls-higher-education.jpg

د زده‌کوونکو نړیواله ورځ؛ ۱۱۵۶ ورځې له زده کړو څخه د افغانو نجونو محرومیت

کابل - طرز پرس: د نومبر ۱۷مه د زده‌کوونکو نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې لا هم له خپل اساسي حق، یعنې زده‌کړو، بې برخې دي. دا محرومیت چې اوس یې ۱۱۵۶ ورځې اوړي، د میلیونونو افغانو نجونو ژوند او راتلونکې اغېزمنه کړې او هغوی یې له خپلو هیلو او آرمانونو لرې کړې دي.
90000000.jpg

د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ؛ اسلام‌آباد طالبانو په اړه له خپلې محاسباتي تېروتنې کړيږي

طرز پرس: په دې وروستیو کې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې خورا ډېرې پېچلې شوې او په پاکستان کې د ناامنیو له پراخېدو سره یې نوې بڼې خپلې کړې دي.
Kabul-at-night-1024x576-1.jpg

افغانستان کې د تفریح حق اخېستل؛ پارکونه تش او خلک یې غمجن

طرز پرس: افغانستان هغه هېواد دی چې له لسیزو جګړو، شخړو او بحرانونو وروسته د نړۍ په غمجنو او کم‌خوښو ټولنو کې شمېرل کېږي. په دې اوږده موده کې د دې هېواد خلکو ته د تفریح او خوشحالۍ فرصتونه ډېر محدود وو، او د ناامنیو شرایطو له کبله د خلکو ورځنی ژوند زیاتره له وير او غمونو سره مل تیر شوي دي.
c64b5238-cea9-4cb0-9a75-d0160efbd3f1.jpg

په کاناډا کې د افغان خبریالانو د ملاتړ او سانسور په اړه ځانګړې ناسته

کاناډا - «طرز پرس»: د کاناډا په اوټاوا ښار کې د افغان خبریالانو د اوسني وضعیت د ارزونې او ملاتړ په موخه یوه ځانګړې ناسته ترسره شوې ده. دا ناسته د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۴مه، د کاناډا د ولسي جرګې غړي او یو شمېر نورو ډپلماټانو په ګډون ترسره شوه او د طالبانو تر واک لاندې د افغان خبریالانو او رسنیو د جدي ستونزو په اړه پکې بحث وشو.