پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، پر افغانو ښځو محدودیتونه ورځ تربلې زیات شوي، چې اوس یې فرهنګي او ټولنیزو ډګرونو ته هم غځولي دي. طالبانو په وروستۍ اقدام کې غواړي په هرات کې د ښځو لپاره ځانګړې قهوهخونې هم وتړي.
سیمه ييزو سرچینو راپور ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کسانو د دې قهوهخونو مسؤلینو ته خبرداری ورکړی چې د طالبانو له لارښوونو د «سرغړونې په دلیل،» دا ځایونه به ډېر ژر وتړل شي.
د طالبانو په وینا، د دې پرېکړې اصلي دلیل د ښځو لخوا د دخانیاتو کارول او د موسیقۍ خپرول دي، چې دوی یې له خپلو اسلامي اصولو سره په ټکر کې ګڼي. باخبرې سرچینې وایي چې دا اقدام د طالبانو د هغې تګلارې یوه برخه ده چې غواړي د ښځو لپاره عامه ځایونه په سیستماتیک ډول محدود کړي او د هغوی فردي آزادۍ وځپي. تر دې مخکې، طالبانو د ښځو د سینګار سالونونه هم په ټول هېواد کې تړلي وو او دا وروستی اقدام هم د طالبانو په حکومت کې د «ښځو ضد د سیاستونو» دوام په ګوته کوي.
ویل کيږي چې ښځې دغو قهوهخونو څخه د ټولېدنې او تفریح لپاره ګټه اخیسته، خو اوس د تړل کېدو ګواښ سره مخ دي. د طالبانو دا اقدام نه یوازې د فردي آزادۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي، بلکې په افغانستان کې د بشر حقونه او جنسیتي برابرۍ ته جدي زیان رسوي.
شنونکي باور لري چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ښځو لپاره په یو تړلي او کنټرول شوي چاپېریال بدل شوی او د نړیوالې ټولنې جدي غبرګون ته اړتیا ده څو د ښځو لپاره شرایط ژر تر ژره ښه شي.