د ماشومانو نړیواله ورځ؛ د بې وزلۍ او سخت دریځۍ په زړه کې د افغان ماشومانو ژوند

حامیه نادری

طرز پرس

1 قوس 1403

C05DD6C7-AD25-41A6-8918-153490D93554_cx0_cy12_cw0_w1200_r1.jpg

د ماشوم نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې یوه داسې موقع ده چې د ماشومانو پر حقونو ټینګار وکړي او د دوی لپاره روښانه راتلونکې تضمین کړي. خو په افغانستان کې دا ورځ له هر څه زیات د هغه ماشومانو د غمجنو حالاتو یادونه کوي چې نه یوازې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي، بلکې په داسې حالاتو کې ژوند کوي چې راتلونکی یې له تیارو سره مخ کوي.

پراخه بې وزلي، دوامداره جګړې، او حاکم سخت دریځ سیاستونه د افغانستان د ماشومانو نوې نسل له زده کړو، امنیت او هوساینې بې برخې کړی دی. ډېرې کورنۍ د تعلیمي امکاناتو د نشتون یا اقتصادي فشارونو له امله خپل ماشومان دیني – جهادي مدرسو ته لېږي. دغه مدرسې د علمي او مسلکي مهارتونو د زده کړې پر ځای د سخت دریځۍ نظریې القا کوي او نوي ځواکونه د ترهګریزو ډلو لپاره روزي.

شمیرو ښودلې چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې زرګونه دیني – جهادي مدرسې جوړې شوې دي. دغه مدرسې د نوښتګر او جوړونکي فکر پر ځای، ماشومان د سیاسي او پوځي اهدافو د تطبیق لپاره وسیلې ګرځوي. افغان ماشومان چې باید په خوندي او معیاري تعلیمي چاپېریال کې وده وکړي، اوس په داسې حالاتو کې دي چې د پرمختګ هیڅ څرک په کې نه ښکاري.

سربېره پر دې، ډېر افغان ماشومان د جبري کار، کم عمر ودونو او بې کوره کېدو قرباني کېږي. نجونې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له رسمي زده کړو منع شوي، له نورو څخه ډېر زیان ګاللي دي. دوی نه یوازې د زده کړو او ودې فرصت له لاسه ورکوي، بلکې د ډول ډول تاوتریخوالي او ناوړه استفادې له خطر سره هم مخ دي.

د ماشوم نړیواله ورځ د افغانستان لپاره یوه داسې موقع ده چې نړیواله ټولنه، د بشري حقونو سازمانونه، او د دې هېواد خلک د ماشومانو وضعیت ته جدي پام وکړي. افغان ماشومان د ترهګرۍ سنګرونو یا د فقر ډکو کوڅو پر ځای، خوندي ښوونځیو، اغېزمن ملاتړ سیسټمونو او د برابر پرمختګ فرصتونو ته اړتیا لري. د افغانستان راتلونکی یوازې د ځوان نسل، په ځانګړي ډول د ماشومانو پر پانګونه روښانه کېدای شي. خو په اوس وخت کې، دغه راتلونکی لا هم له خطر سره مخ دی.