د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ؛ اسلام‌آباد طالبانو په اړه له خپلې محاسباتي تېروتنې کړيږي

فوزیه محمدي

طرز پرس

22 عقرب 1403

90000000.jpg

طرز پرس: په دې وروستیو کې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې خورا ډېرې پېچلې شوې او په پاکستان کې د ناامنیو له پراخېدو سره یې نوې بڼې خپلې کړې دي.

پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د طالبانو له بنسټیزو ملاتړو څخه ګڼل کېده او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې د طالبانو په واک ته رسولو کې مهم رول درلود. تر هغه وروسته هم چې له افغانستان څخه د ناټو او متحده ایالاتو ځواکونه ووتل او طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، پاکستان د دغو تحولاتو یو مرکزي لوبغاړی ګڼل کېده.

له دې سره، د اسلام‌اباد تمه دا وه چې طالبان به د یوه ژمن ګاونډي په توګه د پاکستان د ارزښتونو درناوی کوي؛ خو ډېر ژر ثابته شوه چې دا محاسبه ناسمه ده. اوس پاکستان له سختو ناامنیو کړيږي او په یوه سخته کورنۍ جګړه کې ښکېل دی. دا ډول خونړی امنیتي وضعیت د دې هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په بې‌ساري ډول د پراخېدو په حال کې ده.

تحریک طالبان پاکستان، «TTP» او بلوڅ بېلتون‌پال د پاکستان هغه کورنۍ وسله والې ډلې دي چې د اسلام آباد پرضد جګړه کوي. د اسلام‌آباد چارواکو څو ځله بیا افغان طالبان تورن کړي چې ګواکې دوی دغو وسله والو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه وکړي. تازه، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په بلوچستان کې د اورګاډي په يو تم‌ځای کې د ځانمرګي برید له کبله د ۱۹ پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو په غبرګون کې یوځل بیا طالبانو ته ګوته ونیوله.

په ځواب کې، افغان طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان امنیتي ستونزې کورنۍ ستونزې دي او افغانستان پورې تړاو نه لري.
سربېره پر دې، په ورستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې طالبانو له هند سره د ستراټیژیکو اړیکو د پراختیاو لپاره لېوالتیا لري او له نوې ډهلي سره د طالبانو دا نږدې کېدل هغه بل اقدام دی چې د اسلام آباد اندېښنې یې زیاتې کړي دي.