کابل - طرز پرس: د نومبر ۱۷مه د زدهکوونکو نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې لا هم له خپل اساسي حق، یعنې زدهکړو، بې برخې دي. دا محرومیت چې اوس یې ۱۱۵۶ ورځې اوړي، د میلیونونو افغانو نجونو ژوند او راتلونکې اغېزمنه کړې او هغوی یې له خپلو هیلو او آرمانونو لرې کړې دي.
افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې په بشپړ ډول د نجونو زدهکړې پکې منع دي. د یونسکو د راپور له مخې، له ۲.۵ میلیونو څخه ډېرې افغانې نجونې له زدهکړو بې برخې دي. دغه محدودیت نه یوازې تعلیمي ستونزې زېږولي، بلکې د ناهیلۍ، رواني ستونزو، او د بېعدالتۍ احساس یې هم زیات کړی دی.
یوه افغانه زده کوونکې زینب «مستعار نوم» له طرز پرس سره په یوه ځانګړې مرکه کې له زده کړو څخه د محرومیت تراژيدي داسې بیانوي: «هر ځل چې ګورم زما ورور مکتب ته ځي او زه مجبوره یم په کور کې پاتې شم، زړه مې ماتیږي. دا ژوند نشم زغملای.» زینب چې په ۱۴۰۰ کال کې یې له ښوونځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړی و او ټاکل شوې وه چې په کابل پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې زدهکړې وکړي، خو چانس یې را نه وو او د طالبانو له واکمنېدو سره یې خپلې هیلې له لاسه ورکړې.
فاطمه، «مستعار نوم» بله زده کوونکې چې د ډاکټر کېدو هیله یې لرله، وايي: «ما تل تصور کاوه چې یوه ورځ به له نورو سره مرسته کوم، خو اوس خپله مرستې ته اړتیا لرم. له نړۍ څخه غواړم چې زموږ غږ واوري.»
همدارنګه پنځلس کلنه زده کوونکې، مرسل وايي: «زه یوازې غواړم مکتب ته لاړه شم. آیا دا ډېره غټه غوښتنه ده؟»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې له زدهکړو اوږدمهاله محرومیت د نجونو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي. دا خطرونه ښايي کم عمر ودونه، کورنی تاوتریخوالی، او د راتلونکي لپاره د کاري او ټولنیزو فرصتونو له لاسه ورکول وي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوې پراخ محدودیتونه د ښځو ترمنځ د غمجنتوب او غوسې کچه ۵۰ سلنه لوړه کړې ده. ډېرې نجونې او د هغوی کورنۍ اوس په داسې حالاتو کې ژوند کوي چې نه یوازې له تعلیمي راتلونکي محرومې شوې دي، بلکې د شرایطو د ښه کېدو هیله یې هم تر بل هر وخت کمرنګه شوې ده.
د زدهکوونکو نړیواله ورځ، چې د زدهکړو د حقونو او اهمیت په موخه نومول شوې، سږ کال د میلیونونو افغانو نجونو لپاره د هغه تبعیضونو او بېعدالتۍ یادونه ده چې ورسره مخ دي. نړیوالې ټولنې څو ځله له طالبانو غوښتي چې ښوونځي دې د نجونو لپاره بېرته پرانیزي، خو دغه غوښتنې تر اوسه بې ځوابه پاتې شوې دي.
د زده کړو فعالین وايي چې زدهکړه نه یوازې یو اساسي حق دی، بلکې د ښځو او ټولنو د وړتیا لوړېدو لپاره غوره وسیله ده. په داسې حال کې چې نړۍ د جنسي برابرۍ د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي؛ خو افغانستان لا هم د محرومیت او بې عدالتۍ یوه بیلګه پاتې ده. دا وضعیت د افغانو نجونو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستې مسؤولیت تر بل هر وخت ډېر کړی دی.
د زدهکوونکو نړیواله ورځ هغه فرصت ګڼل کیږي چې د افغانو نجونو غږ، چې له خپلو اساسي حقونو بېبرخې شوې دي، تر بل هر وخت لوړ واورېدل شي.