د افغان میرمنو نړیوالې لاسته راوړنې؛ د طالبانو پر وړاندې د مقاومت روښانه پیغام

حامیه نادری

طرز پرس

30 عقرب 1403

Untitled-2.jpg

طرز پرس: په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیت او ځپنې سیاست ته دوام ورکوي؛ خو بل پلو د نړۍ په کچه د افغانو ښځو غږونه اورېدل کيږي او د دوی مبارزې له سترو ویاړونو سره ستایل کیږي. په دې برخه کې دوې ځانګړې څېرې، ژولیا پارسي او نیلا ابراهیمي، په ورستیو کې د مقاومت او د انساني حقونو لپاره د هڅو سمبول ګرځېدلې دي.

ژولیا پارسي: د طالبانو پر وړاندې د مبارزې مخکښه

ژولیا پارسي، د ښځو د حقونو فعاله او د «د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښت» بنسټ ایښودونکې ده او تازه یې په ۲۰۲۴ کال کې د «مارتین انالز» نړیواله جایزه وګټله. دا جایزه د لسو معتبرو بشري حقونو بنسټونو له خوا ورکول کېږي او د طالبانو د ښځو پر وړاندې د ظلم پر ضد د هغې نه ستړې کېدونکو مبارزو یوه نښه بلل شوې ده.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ژولیا چې پخوا ښوونکې وه، له خپلې دندې ګوښه شوه او لوڼې یې د زده‌کړو له حق څخه محرومې شوې. دغه ظلمونه هغه دې ته اړه کړه چې د نورو ښځو سره په کوڅو کې د «ډوډۍ، کار، ازادي» شعارونو سره د خپلو حقونو غوښتنه وکړي. ژولیا د تېر کال په تلې میاشت کې له خپل زوی سره ونیول شوه او درې میاشتې یې په زندان کې تېرې کړې. خو دا تجربه د هغې د مبارزې اراده لا پیاوړې کړه.

نیلا ابراهیمي: د افغانستان د نوي نسل لپاره الهام

نیلا ابراهیمي، یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چې د طالبانو له ظلمونو تېښته کړې او اوس په کاناډا کې ژوند کوي، په ۲۰۲۴ کال کې د «ماشومانو د سولې نړیواله جایزه» وګټله. هغې پخوا د کابل په لوېدیځ کې د معرفت په ښوونځي کې زده‌کړه کوله او له افغانستان څخه له وتلو وروسته د افغانو ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې فعالیت کاوه.

نیلا په نړیوالو غونډو کې د ویناوو له لارې هڅه کړې چې د افغانو نجونو غږ نړیوالو ته ورسوي. هغې د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال وویل:
«دا جایزه یو سمبول دی چې ښيي د افغان نجونو او ښځو غږونه حتی په تیاره وختونو کې هم اورېدل کېږي، او موږ باید د هغوی په زړونو کې امید ژوندی وساتو.»

د ماشومانو د حقونو بنسټ رئیس، مارک دولارت، د نیلا په اړه وویل:
«په داسې حال کې چې له ۲.۵ میلیونو څخه ډېرې افغانې نجونې د طالبانو د سیاستونو له امله له زده‌کړو بې برخې دي، نیلا له خپلو فعالیتونو سره د نورو لپاره امید بېرته ژوندی کړی دی.»

د لاسته راوړنو پیغام

دا لاسته راوړنې د ظلم او ستم پر وړاندې د افغان ښځو ځواک او اراده څرګندوي. نیلا ابراهیمي او ژولیا پارسي هر یوه په خپل ډول نړۍ ته د افغانو ښځو او نجونو سخت وضعیت په ډاګه کړی دی. د دوی مبارزې نه یوازې د خپل هېواد خلکو ته الهام بخښلی، بلکې په ټوله نړۍ کې د نورو ښځو او نجونو لپاره هم د امید پیغام دی.

دا ویاړونه د دې حقیقت ګواه دي چې حتی په سختو شرایطو کې، د مقاومت غږ کولای شي تر ټولو لیرې ځایونو ته ورسېږي او اغېزناک وي.