طالبان او د رسنیو ضد تګلاره؛ آیا افغانستان د بشپړ چوپتیا پر لور روان دی؟

حامیه نادري

طرز پرس

30 عقرب 1403

777777777777.jpg

طرز پرس: له هغه وخت راهیسې چې طالبان یوځل بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان رسنیز چاپېریال د یو بې‌ساري فشار لاندې دی. د طالبانو له‌خوا پر رسنیو سخت محدودیتونه لګول شوي او په هېواد کې د رسنیو د بشپړ بندیدو خطر تر بل هر وخت ډېر رامنځته شوی دی.

وروسته له هغه چې د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم قانون تصویب کړ، د افغانستان رسنۍ له جدي محدودیتونو سره مخ شوې دي. دغه قانون د ژوندیو موجوداتو، په شمول د انسانانو، د انځورونو خپرول او حتی په موبایل یا کمپیوټر کې ساتل یې منع اعلان کړي دي.

د دې قانون پر بنسټ، طالبانو خپلو کارکوونکو ته امر کړی چې په تصویري او چاپي رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول ودروي. دغه لارښوونه د رسنیو معمولې چارې لکه انځورګري، ویډیويي ثبت، او د هغوی خپرول جرم ګڼي. طالبان اوس د لومړي ځل لپاره خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو مسلکي دندو ترسره کولو لپاره مجرم بولي او د هغوی لپاره سزاوې ټاکلي دي.

طالبان د رسنیو د چوپتیا سیاست په تدریجي او منظمه توګه پلی کوي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې د ژوندیو انځورونو د خپرولو منع به په تدریجي ډول عملي شي.

په پیل کې، په کندهار ولایت کې طالبانو له سیمه ييزو ادارو وغوښتل چې د خپلو غونډو خبرونه پرته له انځورونو خپاره کړي. ورپسې، د افغانستان ملي ټلویزیون په دې ولایت کې د دې بندیز له امله وتړل شو. وروسته، دغه بندیز نورو ولایتونو لکه تخار، خوست او بادغیس ته هم وغځېد او په دې سیمو کې سیمه ييز ټلویزیوني شبکې خپل فعالیتونه ودرول.

اوس، طالبانو یو بل ګام اخیستی او خپل سیمه ييز چارواکي یې له رسنیو سره د انځوریزو مرکو کولو څخه منع کړي دي. تر دې دمه، دغه بندیز په ننګرهار، هرات، او پکتیا ولایتونو کې عملي شوی دی.

دا اقدامات د دې لامل شوي چې ټلویزیونونه او تصویري رسنۍ د بشپړ بندیدو له ګواښ سره مخ شي. که څه هم دا بندیزونه تر اوسه په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې نه دي عملي شوي، خو شنونکي باور لري چې طالبان به دا پالیسي په تدریجي ډول په ټول هېواد کې عملي کړي. افغانستان ښايي بیا هغه هېواد شي چې هیڅ انځور پکې نه وي، هغه وضعیت چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال تجربه شوې وه.

د بشري حقونو فعالان باور لري چې طالبان د دې محدودیتونو له لارې غواړي د خپلو جنایتونو د مستند جوړونې مخنیوی وکړي. په تېرو درېو کلونو کې، ګڼ شمېر انځورونه او ویډیوګانې د هغوی د ناقانونه وژنو، جبري نیونو، شکنجې، او نورو تاوتریخوالو په اړه خپرې شوې دي. په ځینو مواردو کې، حتی خپله طالبانو د خپلو جنایتونو، لکه د ښځو د جنسي تېري ویډیوګانې، ثبت او خپرې کړې دي.

دغه بندیزونه نه یوازې د بیان ازادۍ لپاره ګواښ دی، بلکې د طالبانو لپاره د جنایتونو د ترسره کولو لاره هم هواروي. فعالان اندیښنه لري چې د انځور اخیستنې او مستندسازۍ د امکان له منځه تګ سره، د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې د ډله‌یزو وژنو یوه نوې څپه پیل شي.

په همدې حال کې د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو بندیز او د رسنیزو فعالیتونو جرم ګڼلو په اړه غبرګون ښودلی دی. دغه سازمان د طالبانو دا ګام د بیان د آزادۍ د له منځه وړلو لپاره یو پلان شوی حرکت بللی دی. دوی ټینګار کړی چې طالبان د دې محدودیتونو له لارې هڅه کوي هېواد د رسنیز چوپتیا په حالت کې واچوي او د بشري حقونو د پراخې سرغړونې لپاره لاره هواره کړي.

په ورته وخت کې، د خبریالانو د ساتنې کمېټې په یوه رسمي اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې دغه پالیسۍ، سربېره پر دې چې رسنۍ ګواښي، د خبریالانو ترمنځ د وېره او بې‌باورۍ فضا نوره هم شدیده کوي. دا کمېټه وایي چې د دې سیاستونو له امله ګڼ شمېر خبریالان اړ کېږي خپل مسلک پرېږدي یا له هېواده وتښتي. دغه کمېټې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د مطبوعاتو ازادي بېرته را وګرځوي.

ملګري ملتونه او د هغوی اړوندې ادارې، په ځانګړې توګه د بشري حقونو عالي کمېشنري دفتر، د طالبانو اقدامات غندلي دي. دوی ویلي چې دغه اقدامات د افغانستان له نړیوالو تعهداتو سره په ټکر کې دي. یادو ادارو ټینګار کړی چې د رسنیو آزادي د بشري حقونو بنسټیز حق دی چې هېڅ حکومت نشي کولی هغه د اېډیولوژیکو دلایلو په پلمه تر پښو لاندې کړي.

سربېره پر دې، ځینې لویدیځ هېوادونه لکه متحده ایالات او د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه هم د طالبانو اقدامات په جلا توګه غندلي دي. دوی له طالبانو غوښتنه کړې چې د مطبوعاتو آزادي او د خبریالانو حقونه تضمین کړي. ځینو دغو هېوادونو حتی د افغان رسنیو لپاره چې په جلاوطنۍ کې دي، مالي او تخنیکي ملاتړ وړاندې کړی ترڅو د خبریالانو غږ خاموش پاتې نشي.

سره له دغو ټولو فشارونو، د افغانستان رسنیزه ټولنه تل ښودلې چې د محدودیتونو پر وړاندې مقاومت کولی شي. خو که دا اقدامات په بشپړه توګه عملي شي، نو افغانستان ښایي د خپل معاصر تاریخ په دویم ځل هغه هېواد وګرځي چې په کې هېڅ انځور نه وي. دا به یو داسې ځای وي چې نه یوازې د خبریالانو غږ، بلکې د خلکو غږ به هم په کې خاموش شي.