رپوټونه

resizecom_resizecom_IMG_4712.JPG

پراخې جګړې لپاره اندېښنې او پر ایران د اسرائیل د برید په تړاو غبرګونونو ته کتنه

طرز پرس: د اکتوبر په ۲۶مه نېټه، پر ایران د اسرائیل برید چې د ایران د توغندیزو بریدونو ځواب ګڼل کېږي، د منځني ختیځ په تحولاتو کې یوه مهمه پېښه ده. دا برید، چې په کې د ایران څلور نظامي افسران وژل شوي او په تهران کې ګڼ اهداف له منځه تللي، د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
resizecom_a2fb0fbf-2091-48e4-92b4-8e7e1ce89193.jpg

د امارت پېژندنې سیالیو له لارې د مطالعې پر فرهنګ یرغل

طرز پرس: په افغانستان کې د کتاب لوستلو فرهنګ تل د سیاسي ایډیالوژیو تر اغېز لاندې پاتې شوی، چې دا سیاستونو د کتابونو په لوستلو او انتخاب باندې ژور اغېز لري. دا موضوع یوازینی لامل دی چې د مطالعې فرهنګ په سمه توګه نهادينه نه شي او د کافي ودې څخه بې برخې پاتې شي.
000_32BM4VB_0.jpg

کابل کې ګرځنده پلورونکي خپل د ژوند لومړني اړتیاوې نه شي پوره کولی

د کابل ښاروالۍ په دې وروستیو کې د ګرځنده پلورونکو فعالیتونو د محدودولو په موخه ځینې اقدامات ترسره کړي دي، څو په ښار کې نظم رامنځته کړي. دغه اقدامات، په ځانګړي ډول د ښار په بېلابېلو برخو کې په ګرځنده پلورونکو منفي اغېزې کړي او جدي اندېښنې یې ورته راولاړې کړي دي.
Academic_Research_joj7xj.jpg

د طالبانو تازه محدودیتونه په افغانستان کې اکاډمیک آزادي ګواښي

طرز پرس: له ګواښ سره مخ څېړونکي (Scholars in Risk) په نوم یو تازه راپور چې د «اکاډمیکې آزادۍ څار پروژې» تر سرلیک لاندې خپور شوی، ښیي چې څېړونکي او زده کوونکي په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي چې اکاډمیکه آزادي او د تعلیمي مؤسسو خپلواکي ګواښي. دې ادارې څرګنده کړې ده چې د طالبانو په حکومت کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو پر وړاندې ګن شمېر خنډونه موجود دی.
IMG_4342 (1).jpg

منظور پښتين: پوځ او طالبان دواړه باید د پښتنو له سیمو ووځي

طرز پرس: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جرګې په وروستي ورځ یو شمېر مهمې غوښتنې مطرح کړې او ټيڼګار یې وکړ چې د پاکستان پوځ او تحریک طالبان پاکستاني دواړه باید له پښتون مېشتو سیمو ووځي، ځکه د ده په وینا، جګړه د دغو دواړو لوريو لخوا رامنځته شوې ده.
1834_Afghani-women-police-taliban.jpg

د تېرې ترخې تجربې او نامعلومې راتلونکې ترمنځ د ښځینه پولیسو دردونکی برخلیک

طرز پرس: د بشري حقونو د څار ادارې په خپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د ښځینه پولیسو وضعیت ته په ډېر صریح او دردونکې ژبه کتنه کړې او له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان د پخواني پولیسو ملاتړي وو، غوښتنه کړې چې دغو ښځو ته پناه او اغېزمن ملاتړ برابر کړي.
kabul-coronavirus-1.jpg

افغانستان لپاره د بشري بودیجې د کموالي کړکېج: لاملونه او پایلې

طرز پرس: سږکال افغانستان لپاره د بشري بودیجې کموالي په هېواد کې د ملیونونو اړمنو کسانو د ژغورنې لپاره یو له اساسي ننګونو څخه ګرځېدلی. ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې د ۲۳.۷ ملیونه خلکو سره د مرستې لپاره ۳.۰۶ ملیارده ډالرو ته اړتیا ده؛ خو تر اوسه یوازې ۲۵ سلنه بودیجه تمویل شوې او دا موضوع د افغانستان د خلکو په ژوند باندې پراخ اغېز کړی دی.
OIP.jpg

طالبان: د داعش مشرتابه د استخباراتي ادارو په مرسته پاکستان ته لېږدول شوې ده

طرز پرس: تر هغه وروسته چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون په اړه خبرې وکړې، اوس طالبانو داسې معلومات خپاره کړي چې د داعش خراسان د مشرتابه څرک یې په پاکستان کې موندلې ده.
22.jpg

طالبان له پنځه کلن چوپتیا وروسته؛ له ملابرادر سره د ټرمپ د ګواښونکي اړیکې جزییات خپروي

طرز پرس: د ملا عبدالغني برادر د دفتر مشر عبدالله اعزام ویلي چې د دونالډ ټرمپ لخوا ملا برادر ته د ګواښونکي اړیکې جزییات به په مناسب وخت کې خپره کړي.
459326692_851584183708590_3250770755804186997_n.jpg

د دایکندي پېښې ته د خلکو غبرګون: طالبان زموږ امنیت نه شي ټيڼګولی

د افغانستان په دایکندي ولایت کې په عامو وګړو د داعش خونړي برید ته په غبرګون کې یو شمېر افغانان وايي چې طالبان په افغانستان کې امنیت نه شي ټینګولی او دوی خپل امنیت ته اندېښمن دي.