د دایکندي پېښې ته د خلکو غبرګون: طالبان زموږ امنیت نه شي ټيڼګولی

راشد صافی

طرز پرس

24 سنبله 1403

459326692_851584183708590_3250770755804186997_n.jpg

د افغانستان دایکندي ولایت کې په عامو وګړو د داعش ډلې خونړي برید ته په غبرګون کې یو شمېر افغانان وايي چې طالبان په افغانستان کې امنیت نه شي ټینګولی او دوی خپل امنیت ته اندېښمن دي.
طرز پرس-  دا خونړی برید پنجشنبه د وږي ۲۲مه، د غرمې شاوخوا یوه بجه د دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ د «قریو دال» په کوټل سیمه کې ترسره شوی دی. سرچینو طرز پرس ته ویلي چې په دغه برید کې ۱۴کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي؛ خو داعش ډلې د دغه پېښې د مسوولیت منلو سره اعلان وکړ چې ۱۵ کسان یې وژلي دي. 
یاده پېښه په کور دننه او بهرکې ګڼ غبرګونونه پارولي دي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له طالبانو غوښتي چې په دې اړه دې خلکو ته ځواب ووايي. طالبانو هم تېره ورځ وویل چې د عاملينو په لټه کې دي او ډېر ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري؛ خو د کابل اوسېدونکي طرز پرس سره په خبروکې د داعش پر وړاندې مبارزه کې د طالبانو هڅې ناکام وبلل.
دوی د شنبې په ورځ د وږي ۲۴مه، له طرز پرس سره په ټلفوني خبروکې وویل چې طالبان په افغانستان کې د امنیت د ټينګولو ادعا کوي؛ خو هره ورځ داعش ډله ځواکمنه کيږي او لویې غمیزې رامنځته کوي.
د کابل ښار دشت برچي سېمې یو تن اوسېدونکي قربان علي طرز پرس ته وویل چې یادې پېښې حیران کړی او نپوهیږي چې په افغانستان کې د شیعه مذهب پیروان ولې وژل کیږي. قربان علي زیاتوي: «طالبان د امنیت د ټېنګښت دعوه لري خو داسې پېښې هم پېښیږي چې زرګونه کورنۍ د غم په ټغر کینوي.» نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د یادې پېښې عاملین دې پيدا او سخت سزا دې ورکړي او دغه راز د افغانانو او په ځانګړي ډول د هزاره توکمو امنیت دې ټينګ کړي.
د یادې سېمې یو بل اوسیدونکی محمد حسیني هم وایي، طالبانو تل خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړی خو دا څووم ځل دی چې په هزاره مذهبو کسان بریدونه کیږي. ده وویل چې په کابل کې هم څوو ځله د سپرلیو په موټرو یې بریدونه شوي دي او طالبان اړ دي چې د دوی امنیت ټینګ کړي.
علی رضا کربلایي د کابل ښار په اریا ښارګوټي کې یو بل قومي مشر دی او وایي چې د پخواني حکومت پر مهال هم دوی په نښته کېدل او اوس هم په امن کې نه دي. دی وایي، ډېری مېشت هزارګان په اندېښنه کې دي چې څنګه کولی شي خپل ځان او خپله کورنۍ خوندي وساتي. دغه قومي مشر د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزې ته په اشارې سره وايي چې تر اوسه دغه مبارزه ناکامه وو او د ده په وینا ځکه خویې د داعش ډلې فعالیتونو پر وړاندې هېڅ راز اغېزه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړېوالو هېوادونو هم په ځلونو ويلي چې داعش ډله په افغانستان کې ځواکمنه شوې او طالبان یې په کنټرول کې پاتې راغلي دي.