طالبان له پنځه کلن چوپتیا وروسته؛ له ملابرادر سره د ټرمپ د ګواښونکي اړیکې جزییات خپروي

ترانه سپاهي

طرز پرس

3 میزان 1403

22.jpg

طرز پرس: د ملا عبدالغني برادر د دفتر مشر عبدالله عزام ویلي چې د دونالډ ټرمپ لخوا ملا برادر ته د ګواښونکي اړیکې جزییات به په مناسب وخت کې خپره کړي.
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د مخکيني ولسمشر دونالډ ټرمپ او د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ له دغې جنجالي اړیکې څخه نږدې پنځه کاله تېر شوي، خو د دې اړیکې جزییات لا تر اوسه رسنیو کې نه ده خپره شوې. په دې وروستیو کې د طالبانو یوه چارواکي ویلي چې دا پنځه کلن چوپتیا به ماتوو او په مناسب وخت کې به د دې اړیکې محتوا خپاره کړو.

د ملا عبدالغني برادر د دفتر مشر، عبدالله عزام، یوې امریکايي رسنۍ «نیوزلاینز» سره په خبرو کې ویلي چې دا اړیکه په ثبت شوې بڼه له ځانه سره لري او د حقایقو د روښانه کولو لپاره به په مناسب وخت کې له خلکو او رسنیو سره شریکه کړي. د طالبانو چارواکو په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په دغه اړیکه کې د ټرمپ له لوري د شوي ګواښ په اړه ويلي وو چې دا «بې ځایه تور» تور دی.
دغه تلیفوني اړیکه لږ تر لږه پنځه کاله وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د سولې تړون له لاسلیک څخه څو ورځې وروسته ترسره شوې ده. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، هغه وخت منلی وو چې ملا برادر او دونالډ ټرمپ نږدې ۳۵ دقیقې تلیفوني خبرې کړې دي. د ذبیح الله مجاهد په وینا، ملا عبدالغني برادر له ټرمپ څخه غوښتي وو چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون پلي کړي او هېچا ته اجازه ور نه کړي چې دا تړون زیانمن کړي.

دونالډ ټرمپ له کامالا هریس سره خپل وروستي ټاکنیزه مناظره کې یو ځل بیا یادونه وکړه چې طالبان یې سخت ګواښلی وو. ټرمپ ملا برادر ته د «عبدل» نوم ورکړ او وویل چې په تلیفوني خبرو کې یې «عبدل» ته خبرداری ورکړی و چې پر امریکايي ځواکونو برید ونه کړي. ټرمپ زیاته کړه: «ما عبدل ته وویل دا کار بیا مه کوه، که بیا دا کار [پر امريکايي ځواکونو بريد] وکړې، ستونزې به درته پېښې شي. عبدل وویل ولې زما د کور عکس راته را لېږې؟ ما ورته وویل ته باید په دې وپوهېږې، عبدل.»

ټرمپ همداراز ویلي چې په دې تلیفوني خبروکې «عبدل» هغه ته د «عاليجناب» خطاب کړی و او ټرمپ حیران شوی چې ولې ورته عالیجناب ویل کيږي. ټرمپ خپلو مخاطبینو ته په دې مناظره کې وویل: «دا کیسه همداسې ده، څنګه چې تاسو یې اورئ.»

پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ څو ځله په خپلو خبرو کې له دې موضوع څخه د طالبانو په وړاندې د ګواښ په توګه یادونه کړې او ویلي یې دي چې له هغه وروسته هېڅ امریکایي سرتېری په افغانستان کې نه دی وژل شوی. ملا عبدالغني برادر هغه وخت د طالبانو د قطر د مذاکراتي ټیم مشري پر غاړه لرله.