د طالبانو تازه محدودیتونه په افغانستان کې اکاډمیک آزادي ګواښي

طرز پرس

24 میزان 1403

Academic_Research_joj7xj.jpg

طرز پرس: له ګواښ سره مخ څېړونکي (Scholars in Risk) په نوم یو تازه راپور چې د «اکاډمیکې آزادۍ څار پروژې» تر سرلیک لاندې خپور شوی، ښیي چې څېړونکي او زده کوونکي په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ دي چې اکاډمیکه آزادي او د تعلیمي مؤسسو خپلواکي ګواښي. دې ادارې څرګنده کړې ده چې د طالبانو په حکومت کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو پر وړاندې ګن شمېر خنډونه موجود دی.

دا راپور وايي، طالبانو هغه کتابونه راټول کړي دي چې د حنفي فقهې سره په تضاد کې دي او د یو شمېر پوهنتون استادان یې نیولي دي چې د ښځو لپاره د زده کړو د اسانتیاوو په برابرولو بوخت وو. په استبدادي ټولنو کې، د څېړونکو حقونه د تحقیق او تدریس په برخه کې د هدفي وژنو او غیر قانوني نیولو له لارې په شدیده توګه محدود شوي دي. پوهنتونونه او پوهان په مستقیم ډول تر بریدونو لاندې دي او د زده کړو سیستمونه په ځانګړې توګه د وسله‌والو نښتو پر مهال زیانونه ليدلي دي.

راپور زیاتوي، طالبانو د تعلیمي موادو د کنټرول پراخولو په موخه فرمانونه صادر کړي دي، چې تعلیمي مؤسسات او کتابتونونه اړ دي هغه مواد چې د حنفي فقهې سره په تضاد کې وي، لرې کړي. په دې لړ کې د افغانستان د آنلاین پوهنتون د محصلینو مرستیال،  د جاويد کاکړ نیول کېدل د دې ګواښونو شدت څرګندوي. دغه پوهنتون، چې د طالبانو لخوا پر ښځو د زده کړو له بندیز وروسته جوړ شوی و، کاکړ د دې لپاره پوښتل شوی وو چې د دغه تعلیمي مرکز مالي سرچینه څوک او چېرته ده؟. کاکر له دې پېښې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. راپور همداراز د طالبانو د هغه اقدام یادونه کوي چې شاوخوا ۶۰ ښځې یې چې د زده کړو لپاره دوبۍ ته تللې وې، بیرته راوګرځولې. طالبانو دې ښځو ته ویلي وو چې د زده کړې ویزه لرونکي ښځې د هېواد د پرېښودلو اجازه نه لري.

د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۲۴مه، د طالبانو د معارف وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، شاکرالله وحدت، یو مکتوب لاسلیک کړ چې په هغه کې ښوونیزو موسسو ته امر شوی چې ټول هغه متون چې د حنفي فقهې سره په تضاد کې وي، له منځه یوسي او پر ځای یې د سیرت نبوي اړوند کتابونه ځای پر ځای کړي. دغه ځپونکي سیاستونه دې ته لاره هواره کړې چې ډېر شمېر پوهاند (استادان) له افغانستان څخه ووځي، او طالبان په منظمه توګه د خپلو ایدیولوژیو سره سم تعلیمي نصاب تنظیموي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم، په ښکاره توګه ویلي چې د دې ډلې د غړو علمي رتبه د ازموینې له لارې معلومول هغوی ته سپکاوی دی او هغه باور لري چې علمي درجات باید د هغوی د نظامي فعالیتونو پر بنسټ وټاکل شي.

«له ګواښ سره مخ څېړونکي» (SAR) د خپل اکاډمیکي آزادۍ د څارنې پروژې له لارې د دې ګواښونو په پېژندنه او تعقیب بوخت دی او هدف یې د زیانمنو کسانو ملاتړ، د عامه پوهاوي لوړول او د مسؤلیت منل دي. دغه اداره له ۲۰۱۵ کال راهیسې کلني راپورونه خپروي چې په نړیواله کچه د ښوونیزو ټولنو پر وړاندې بریدونه تحلیلوي. په روان کال کې یې په ۱۸ هېوادونو او سیمو کې پرمختګونه او بهیرونه، چې افغانستان، چین، کولمبیا، او نورې سیمې پکې شامل دي.

په ۲۰۲۴ کال کې، د ۵۱ هېوادونو په کچه، ۳۹۱ بریدونه د څېړونکو، محصلینو او ښوونیزو موسسو پر وړاندې ثبت شوي دي. دا وضعیت د ښوونیزو سیسټمونو ویجاړتیا او په مختلفو هېوادونو کې د غیرلیبرال سیاستونو له کبله رامنځته شوي فشارونه څرګندوي، هغه فشارونه چې د پوهنتونونو خپلواکي او علمي آزادي په جدي توګه کمزوري کوي.
دا راپور په ځانګړې ډول غوښتنه کوي چې د زده‌کړو سفر حق ته درناوی وشي او پر دې ټینګار کوي چې پوهنتونونه باید د پوهې تولید او تبادلې ځایونه پاتې شي. د څېړونکو او اکاډمیکو موسسو ګواښل او بریدونه نه یوازې د ښوونې نظام ته ګواښ دی، بلکې د دیموکراسۍ لپاره هم یو جدي خطر ګڼل کېږي.

«له ګواښ سره مخ څېړونکي» (SAR) د طالبانو له لوري د افغانستان تر سقوط وروسته، د پوهاند او دکتورا محصلینو یو خوندي ځای ته د انتقال په برخه کې مرسته کړې او په کلني ډول له ګواښ سره مخ څېړونکو لپاره څېړنیز فرصتونه برابروي. له ۲۰۰۰ کال راهیسې د دې ادارې محافظتي خدماتو تر ۲۰۰۰ زیات څېړونکو سره مرسته کړې ده، او په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ ښوونیز کال کې یې د ۱۶ هېوادونو له ګواښ سره مخ ۱۱۱ څېړونکو لپاره علمي فرصتونه برابرې کړي دي.