طرز پرس: په افغانستان کې د کتاب لوستلو فرهنګ تل د سیاسي ایډیالوژیو تر اغېز لاندې پاتې شوی، چې دا سیاستونو د کتابونو په لوستلو او انتخاب باندې ژور اغېز لري. دا موضوع یوازینی لامل دی چې د مطالعې فرهنګ په سمه توګه نهادينه نه شي او د کافي ودې څخه بې برخې پاتې شي.
په افغانستان کې د مطالعې دقیق شمېرنه ممکنه نه ده، خو د پخواني حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا شمېر یوازې نیمه دقیقه په ورځ کې اټکل کړی دی. دا ډارونکې شمېرې ښيي چې ډېری کتاب لوستونکي یوازې په څو محدودو ښارونو کې اوسېږي او په ډېرو سیمو کې خلک د کتاب لوستلو له فرهنګ سره چندان آشنا نه دي.
د څو لویو ښارونو لکه کابل، هرات، او مزارشریف پرته، د کتابتونونو او کتابپلورنځیو شمېر ډېر کم دی، او دا کمښت په خپله یو بل دلیل دی چې د کتاب لوستلو فرهنګ له څو محدودو ښارونو هاخوا وده نه کوي. دا وضعیت په واضح ډول ښيي چې د خلکو عمومي ذهنیت د بېلابېلو موضوعاتو په اړه تر اغېز لاندې راغلی، او دا وضعیت د ټولنیز پوهاوي کموالي ته لار هواروي.
که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د کتاب لوستلو په فرهنګ کې مثبت بدلونونه لیدل شوي وو او په ځانګړي ډول ځوانان کتاب لوستلو ته ډېره علاقه ښودله، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، شمېرې او میداني مطالعې د کتاب لوستلو په علاقه کې د بیا ځلي رکود ښکارندویي کوي.
د طالبانو سیاستونه او پر کتاب لوستلو اغېز
کتاب او د کتاب مطالعې ته د طالبانو لیدلوری، په افغانستان کې د مطالعې د کموالي یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي. طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د «امارت پېژندنې» په نوم سیالۍ پیل کړي دي، چې د دوی په وینا د دې سیالیو موخه «د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا» ده. دا سیالۍ له هغه کتاب څخه د پوښتنو پر بنسټ ترسره کېږي، چې د طالبانو د غړي عبدالستار سعید لخوا لیکل شوی دی. طالبانو په تېرو درې کلونو کې بل هېڅ کتاب په دې سیالیو کې نه دی کارولی او ګډون کوونکي یې هم د طالبانو له اثارو پرته بل د هېڅ کتاب مطالعې ته نه ده هڅولې.
د طالبانو اقدامات د چاپ او خپرولو پر وړاندې
که څه هم طالبان ادعا کوي چې دوی د کتاب لوستلو فرهنګ غواړي پیاوړي کړي، خو په تېرو درې کلونو کې یې داسې اقدامات ترسره کړي چې د کتابونو د چاپ، خپرولو، او پلور مخه ونیسي. هغوی د بېلابېلو لیکوالانو، په ځانګړي ډول د شیعه لیکوالانو کتابونه له بازار څخه راټول کړي او پلور یې منع کړی دی.
طالبانو همدارنګه د افغان کډوالو او زیارت کوونکو لخوا د مذهبي کتابونو واردول بند کړي او ځینې کتابونه یې سوځولي دي. د دې ډلې لخوا د چاپ او خپرولو پر وړاندې محدودیتونه د ډېرو کتابپلورنځیو تړل کېدو او په کتاب بازار کې د رکود لامل شوي دي.
اوس مهال د کابل د کتاب بازار ډېر تش او چوپ شوی، او کتابپلورنځي له بېساري رکود سره مخ دي. کتاب پلورونکي باور لري چې د طالبانو محدودیتونو په مستقیمه توګه د کتاب لوستلو فرهنګ اغېزمن کړی، او هره ورځ دا فرهنګ نور هم تر اغېز لاندې راځي. په ټوله کې، د طالبانو سیاستونه او اقدامات د کتاب لوستلو په برخه کې نه یوازې دا چې دا فرهنګ په افغانستان کې کمزوری کړی، بلکې د ټولنې د پوهاوي او آزاد تفکر لپاره جدي ګواښ هم ګڼل کېږي.