منظور پښتين: پوځ او طالبان دواړه باید د پښتنو له سیمو ووځي

طرز پرس

22 میزان 1403

IMG_4342 (1).jpg

طرز پرس: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جرګې په وروستي ورځ یو شمېر مهمې غوښتنې مطرح کړې او ټيڼګار یې وکړ چې د پاکستان پوځ او تحریک طالبان پاکستاني دواړه باید له پښتون مېشتو سیمو ووځي، ځکه د ده په وینا، جګړه د دغو دواړو لوريو لخوا رامنځته شوې ده.

ښاغلي پښتین د یکشنبې په ورځ د تلې په ۲۲مه، د پاکستان پوځ پر قصدي وژنو او ډالري جګړو تورن کړ او وویل چې جرګه باید دا پرېکړه وکړي چې له دې وروسته د پښتون مېشتو سیمو امنیت دې خپله پښتانه تامینوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زیاته کړه: «پوځ او طالبان باید د پښتنو له سیمو ووځي، ځکه چې ناامني دوی رامنځته کړې ده. پښتانه باید پوځ، ISI، MI، او ښه او ناښه طالبان ټول د ترهګرو ډلو په توګه وګڼي.» ښاغلي پښتین وویل، پښتانه دې باید د دوه لکو ځوانانو یو ملي لښکر جوړ کړي چې د دوی د سرونو او مالونو خونديتوب باوري کړي. هغه وویل چې پښتانه تل خپلو لښکرونو خوندي کړي دي او نورو ریاستونو/ واکمنو تل وژلي دي.

ښاغلي پښتین همداراز ډېورند کرښې ته اشاره وکړه او وويل چې دا کرښه د پښتنو لپاره د منلو نه ده. نوموړي ټيڼګار وکړ چې ډیورنډ کرښه د پښتنو لپاره هېڅ حیثیت نه لري او باید د تګ راتګ او سوداګریزو چارو لپاره د پخوا په څېر خلاصه وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همداراز د پاکستان اوسنی قانون ته اشاره وکړه او وویل چې د پاکستان اوسنی قانون انګریزانو خپلې قبضه کړې سیمې لپاره جوړه کړې وه او هغه قانون اوس هم پرته له بدلون څخه پلي کېږي. پښتین وویل: «دا قانون د ازادو وګړو لپاره نه دی بلکې د غلامانو لپاره جوړ شوی وو. جرګه دې پرېکړه وکړي چې په دې حالت کې څنګه د پښتنو ژوند او امنیت ساتل کیدلی شي که نه؟»
منظور پښتین د خپلو خبرو په پای شېبوکې وویل، هغه قومونه چې خپل دولت لري، خوندي دي او د ده په وینا، نه یې خلک وژل کېږي، نه یې وګړي لادرکه کېږي، نه کډوال کېږي او نه یې وسایل څوک لوټلی شي، خو پښتانه هم باید پریکړه وکړي چې ایا په غلامۍ کې ژوند غواړي، که د خپل تحفظ او آزادۍ لپاره مبارزه کوي.