طرز پرس: د اکتوبر په ۲۶مه نېټه، پر ایران د اسرائیل برید چې د ایران د توغندیزو بریدونو ځواب ګڼل کېږي، د منځني ختیځ په تحولاتو کې یوه مهمه پېښه ده. دا برید، چې په کې د ایران څلور نظامي افسران وژل شوي او په تهران کې ګڼ اهداف له منځه تللي، د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
د اسرائیل جنګي الوتکو نن سهار وختي «۲ بجې او ۱۵ دقیقې» د تهران پر اسمان څرګندې شوې او د اسرائیل د رسنیو په وینا، د ایف ۱۶ جېټ الوتکو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ جنګي الوتکو، په دې عملیاتو کې ګډون کړی و. دغه الوتکې چې په کروز او بالسټیک توغندیو سمبال وې، د اردن او عراق له خاورو د ایران فضا ته را دننه شول او پر نظامي اهدافو یې یو لړ توغندیز بریدونه وکړل. د اسرائیل د پوځ په ادعا، د دې برید موخه د ایران دفاعي سیستمونه، د توغندیو ګدامونه او نور نظامي تاسیسات ول. ایران هم نن ومنله چې په دې برید کې د دوی څلور نظامي افسران وژل شوي دي او ځینې نورو اهدافو ته هم خسارات وارد شوي.
تهران لومړی هڅه وکړه چې دا برید دروغ ثابت کړي؛ خو ډېر ځنډ ونه شو چې د برید پخلی یې وکړ او ویې ویل چې دا د ملي حاکمیت سرغړونه ده. د ایران رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې دا اقدام د هېواد لپاره جدي امنیتي ګواښ دی او ایران حق لري چې دې برید ته ځواب ورکړي.
متحده ایالاتو، چې د اسرائیل اصلي ملاتړی ګڼل کېږي، ژر غبرګون وښود او اعلان یې وکړ چې په دې عملیاتو کې هېڅ ډول ونډه نه لري خو ایران ته د ځواب ورکولو په برخه کې د اسراييل د حق په توګه د دې برید ملاتړ وکړ. شنونکو دا غبرګون د واشنګټن له خوا د دې برید له پایلو او د سیمې د کړکېچ له زیاتېدو څخه د وېرې نښه بللې ده. اروپايي هېوادونو، لکه بریتانیا او فرانسه، هم دې برید ته غبرګون وښود او له ټولو اړخونو یې د زغم غوښتنه وکړه. دوی اندېښنه څرګنده کړه چې دا برید ښایي په منځني ختیځ کې پراخه جګړه رامنځته کړي او د بشري حقونو او ملي حاکمیت په خوندیتوب یې ټینګار وکړ.
روسیې، چې د ایران یو مهم ملاتړ کوونکی دی، د اسرائیل برید په کلکه وغنده او دا یې د سیمې امنیت لپاره یو ګواښ وباله. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه، څو د دې وضعیت ارزونه وشي او د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیول شي. چین هم دې برید ته غبرګون وښود او په کلکو ټکو یې وغنده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې باید د هېوادونو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي او د اختلافاتو د سولهییز حل غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې، طالبان او د خلیج فارس عربي هېوادونو هم د دې برید په اړه خپله اندېښنې څرګندې کړې. دوی وېره لري چې د منځني ختیځ کړکېچ به د سیمې پر امنیت او ثبات منفي اغېز وکړي. ځینې عربي هېوادونه چې له ایران سره نږدې اړیکې لري، له دې هېواد څخه یې ملاتړ کړی او د اسرائیل د برید پر وړاندې یې د قاطع ځواب غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو هم دې برید ته غبرګون ښودلی او د ایران پر ملي حاکمیت برید په اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې باید د کړکېچ کمولو ته پاملرنه وشي او د هېوادونو ملي حاکمیت ته درناوی وشي.
پر ایران د اسرائیل برید د منځني ختیځ د کړکېچ د زیاتوالي ښکارندوی دی او دې پېښې ته د هېوادونو او نړیوالو ادارو له خوا شدید غبرګونونه ښودل شوي دي. ژوره اندېښنه دا ده چې راتلونکی وضعیت به د دې بریدونو او د ایران او نورو هېوادونو احتمالي غبرګونونو تر اغېز لاندې راشي.