" >

سیمه

download.jpeg

واشنګټن: امریکا په سیمه کې د کړکېچ مدیریت لپاره هر ډول سناریو ته چمتو ده

په سیمه کې د را پېښېدونکي جګړې د احتمال په اړه له را پیدا شویو اندېښنو وروسته، واشنګټن اعلان وکړ چې د دغو احتمالي جګړو د کمولو او مدیریت لپاره هر ډول سناریو ته چمتو ده.
4204707.jpg

د کړکېج مخنیوي لپاره د تهران د دریځ بدلولو په موخه ډیپلوماتیکې هڅې

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي په یوه ناڅاپي سفر تهران ته تللی او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې لېدلي دي. امریکایي رسنیو ویلي چې ښاغلی صفدي د اسرائیل پر ضد د اقداماتو په اړه د تهران د دریځ بدلولو په موخه تهران ته تللی وو، خو پزشکیان ورته ویلي چې د "اسرائیل تېروتنه به بې ځوابه پاتې نه شي."
OIP.jpeg

بلینکن: ایران او حزب الله ممکن په ۲۴ساعتونو کې پر ایران برید وکړي

امریکايي خبري اژانس اکسیوس راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د G7 هېوادونو غړو سره په یوه مجازي ناسته کې ویلي، ایران او حزب الله ممکن له دوشنبې ورځې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په اسراییل خپل بریدونه پیل کړي.
GT2CnH6XoAAFVkU.jpeg

تهران کې د هنیه د ترور په تړاو د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په ګډون ۲۴ کسان نیول شوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د استخباراتو ادارې، ۲۴ لوړپوړي امنیتي او استخباراتي افسران د تهران په شمال کې د اسماعیل هنیه د وژنې په تړاو نیولي دي.
962595-khamenei.jpg

نیویارک تایمز: علی خامنه یې پر اسراییل د توغندیزو بریدونو امر کړی

نيويارک ټايمز د ایران د امنيتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد مذهبي مشر علي خامنه اي د ایران امنیتي چارواکو ته امر کړی چې د اسماعیل هنیه د ترور په غبرګون کې په مستقیم ډول د اسرائيل حيفا او تل اویو ښارونه په نښه کړي.
Ismail-Haniyeh-Net-Worth-5-Million-768x576.jpg

سپاه پاسداران: اسماعیل هنیه د هوا له لارې د توغندي په برید کې ووژل شو

د فلسطین د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې په تهران کې ووژل شول. د ایران پوځ سپاه پاسداران اعلان وکړ چې اسماعیل هنیه "د تهران په شمال کې په یوه ځانګړي استوګنځي کې اوسېده چې د هوا له لارې د توغندي په واسطه ووژل شو."
thumbs_b_c_e7397797745eb60326113d7858262a5e.jpg

امریکا: پزشکیان په اړه د هغه د کړنو پر اساس قضاوت کوو، نه د خبرو پر اساس

متحده ایالات وايي، هېڅ تمه نه لري چې د ایران د نوي ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان ټاکنه به د تهران په بهرنی سیاست کې د بنسټیز بدلون لامل شي او یا هم دغه هېواد د خپلو ایراني وګړو حقونو ته درناوی وکړي.
pakistan_1668606735_sm.jpg

شهباز شریف: د پاکستان پرضد د ګاونډيو خاوره کارېدل نور د زغملو نه ده

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف وايي چې د ګاونډيانو خاوره د پاکستان پر ضد کاريږي او دا ورته نور د زغملو نه ده. د طرز پرس د خبر له مخې، ښاغلي شريف دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د جولای۲۴مه، د پاکستان د کابینې په غونډه کې مطرح کړې.
news-1649755819-1364.jpeg

پاکستاني پوځيانو د تحریک انصاف ګوند دوه مخکښ غړي نیولي او زندان ته لېږدولي

ډان پاکستاني ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستاني پوځیانو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند دوه لوړپوړي غړي نیولي دي. د طرز پرس په راپور، دغې پاکستاني ورځپاڼې د عمران خان د وکیل په حواله نن دوشنبه د جولای پر ۲۲مه، ولیکل چې پوځيانو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پر مرکزي دفتر چاپه وهلې او د دغه ګوند دوه مخکښ غړي یې نیولي او زندان ته یې لېږدولي دي.
R (2).jpg

ایران د ټرمپ د ترور په نقشه کې د لاس لرلو احتمال رد کړ

تهران د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ډونلډ ټرمپ په وژنه کې هر ډول لاس لرل په کلکه ردوي او دا تورونه "بې اساس او مغرضانه" دي.