
طرز پرس: شهزاده رضا پهلوي، چې د خامنهای په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوري نظام سخت منتقد او د دې هېواد د وروستي پاچا محمد رضا پهلوي مشر زوی دی، اعلان وکړ چې د «خامنهای د رژیم» تر نسکورېدو وروسته به د واک هېڅ ډول خلا را منځته نه شي.
رضا پهلوي دا څرګندونې په یو ویدیويي پیغام کې په منځيني ختيځ کې د «ایران د ملت دوستانو» ته په خطاب کې کړې دي. هغه په دې پیغام کې وویل: «موږ به اجازه ورنه کړو چې د دې رژیم تر نسکورېدو وروسته د واک خلا رامنځته شي.»
شهزاده رضا پهلوي په دې ویدیويي پیغام کې زیاته کړه: «دا جګړه د ایران د خلکو نه ده. دا جګړه د علي خامنهای او د هغه د رژیم ده. ظالم مستبد په تهران کې هڅه کوي چې خپلو جګړه ییزو کړنو ته د ایراني ملت مليبڼه ورکړي. خو هغه زموږ د ملت استازیتوب نه کوي.»
هغه د خپلو خبرو په دوام کې وايي: «هغه جنایتونه چې د خامنهای رژیم ستاسو پر وړاندې کړي دي، زموږ د ایرانیانو او زموږ د ارزښتونو لپاره سپکاوی دی.»
شهزاده رضا پهلوي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټينګار کوي چې : «د ایران خلک ستاسو دښمنان نه دي. دا اسلامي جمهوري دی چې زموږ ګډ دښمن دی، او د ټولې سیمې د سولهپالو خلکو دښمن دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسراییل د غچ اخیستونکي برید ژمنه کړې او ویلي یې دي چې ایران باید د خپلو توغندیزو بریدونو بیه پرې کړي.