پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه غیرقانوني اعلان کړ

طرز پرس

15 میزان 1403

R (1).jpg

طرز پرس: په داسې حال کې چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر پر یوولسمه یوې برخلیک ټاکونکې جرګې لپاره تابیا نیوله؛ خو د پاکستان حکومت لخوا د دغه غورځنګ فعالیتونه غیر قانوني اعلان شوي دي.
د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ د تلې۱۵مه، اعلان وکړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي‌ټي‌ام» یې د ممنوعه سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی او دغه غورځنګ لخوا ترسره کېدونکي ټول فعالیتونه غیر قانوني دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د پاکستان حکومت لخوا رسنیو ته ور استول شوی، لیکل شوي چې د دې غورځنګ فعالیتونه د «پاکستان د سولې او امنیت خلاف دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي «د پاکستان فدرالي حکومت داسې دلایل لري چې باور کوي د پښتون ژغورنې غورځنګ په ځینو ځانګړو فعالیتونو کې ښکېل دی چې د دې هېواد د سولې او امنیت خلاف دي.» په خبرپاڼه کې د پاکستان د حکومت لخوا ټينګار شوی، چې له همدې امله یې پرېکړه کړې چې د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱مې مادې له مخې، د پښتون ژغورنې غورځڼګ د ممنوعه سازمانونو په لیست کې شامل کړي او فعالیتونه یې منع کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د منظور پښتین په مشرۍ، پښتون ژغورنې غورځڼګ «پي ټي ايم» د پښتنو د حقونو ملاتړی او د لر او بر ټولو افغانانو لخوا په رسمیت پېژندل شوی غورځنګ دی. دغه غورځنګ تل په قبایلي سیمو کې د پښتانه په «غیرقانوني وژنو» او «جبري ورکېدو» کې د پاکستان حکومت ښکېل ګنلی او تل یې ويلي چې د پاکستان حکومت د بشري حقونو خلاف کړنې ترسره کوي.