افغانستان

coas.jpg

عاصم منیر: وسله وال په افغانستان کې له بهرنیانو څخه پاتې شوي وسلې کاروي

په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو له مرګوني برید چې په ترڅ کې یې ۱۸ کسان ووژل شول؛ اوس د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وايي چې وسله والو په افغانستان کې له بهرنیانو څخه پاتې شويو وسلوو څخه ګټه اخېسته.
taliban-spokesperson.png

ذبیح الله مجاهد: سراج الدین حقاني کابل ته راستون شوی خو په استراحت کې دی

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه باخبرو سرچینو طرز پرس ته ويلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لاهم په دوبۍ کې اوسيږي او افغانستان ته یې د بیا راستنېدو په اړه راپورونه ناسم دي؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان کورنيو رسنيو ته ویلي چې حقاني افغانستان ته راستون شوی او اوسمهال په «استراحت» کې دی.
annalena-baerbock.jpg

د المان د بهرنیو چارو وزیره: افغانستان د ښځو لپاره په یو ټولنیز زندان بدل شوی دی

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو پر سیاستونو سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو پراخ ځپل دا هېواد د ښځو او نجونو لپاره په یو «ټولنیز زندان» بدل کړی دی.
GlE8G5JbwAAoe_t.jpeg

په تورخم کې جګړه؛ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي چې تورخم تیره شپه هم د طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و.
WhatsApp Image 2025-03-03 at 13.42.11_0ad6b7bc.jpg

ملګري ملتونه: د افغانستان ښځې د «جنسیتي اپارتاید» له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېسار، ولکر ترک، د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت له امله خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې او اوسنی نظام یې د «جنسیتي اپارتاید» په تطبیقولو تورن کړی.
005.png

د طالبانو ادعا: اروپا غواړي له موږ سره ډيپلوماټیکي اړيکې پراخه کړي

په داسې حال کې چې طالبانو په تېرو درېو کلونو کې د حکومتولۍ هېڅ یو شرايط نه دي پوره کړي او د بشري حقونو او د افغانانو د بنسټيزو آزاديو په زغملو کې ناکام شوي دي، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد، ادعا کړې چې اروپايي هېوادونه غواړي له طالبانو سره خپلې ډيپلوماټیکې اړيکې پراخه کړي.
2526t.png

د تورخم د بیا پرانیستلو په اړه د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ مذاکرات پیل شوي

دوه باوري سرچینو خبر ورکړی چې طالبان نن د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په موخه له پاکستاني لوري سره مذاکرات کوي. تورخم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو او ترانزیتي لارو څخه ګڼل کېږي، دا اوومه ورځ ده چې د پاکستان له خوا تړل شوې ده.
WhatsApp Image 2025-02-28 at 15.29.48_7152bdd3.jpg

ریچارد بنت: په افغانستان کې د بشري حقونو نقض باید بې‌پایلو پاتې نه شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بنت، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د لا زیات پام غوښتنه کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د نړیوال ملاتړ مستحق دي او باید د نړیوالو بحرانونو تر سیوري لاندې هیر نه شي.
44444.png

دیپلوماټیک کړکېچ؛ اسلام‌اباد په کابل کې د باور وړ شریک لټوي

یوه پاکستانۍ رسنۍ، چې د دې هېواد له پوځ سره نږدې بلل کېږي، راپور ورکړی چې له طالبانو سره د اړیکو د بیا پیلولو لپاره د اسلام‌اباد دیپلوماټیکې هڅې له ستونزو سره مخ دي.