
په داسې حال کې چې طالبانو په تېرو درېو کلونو کې د حکومتولۍ هېڅ یو شرايط نه دي پوره کړي او د بشري حقونو او د افغانانو د بنسټيزو آزاديو په زغملو کې ناکام شوي دي، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد، ادعا کړې چې اروپايي هېوادونه غواړي له طالبانو سره خپلې ډيپلوماټیکې اړيکې پراخه کړي.
ښاغلي مجاهد په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي چې ډېری اروپايي هېوادونه له طالبانو سره د همغږۍ په لټه کې دي، خو له امريکا سره د دې هېوادونو توافقاتو او ډيپلوماټيکو محدوديتونو له امله، د دې ډلې رسمیت پېژندلو ته زړه نه شي ښه کولی.
دا څرګندونې په داسې مهال کې ترسره کېږي چې نړيواله ټولنه له طالبانو سره هر ډول تعامل او د دې ډلې رسمیت پېژندنه د بشري حقونو، د بيان آزادۍ او د ښځو ازادیو ته په درناوي سره مشروط کړي دي. له دې سربېره، طالبانو ته نږدې ځينې هېوادونه لکه چين، روسيه، ايران او پاکستان هم تر اوسه نه دي توانېدلي چې دغه ډله د یو حکومت په توګه په رسمیت وپېژني.