
یوه پاکستانۍ رسنۍ، چې د دې هېواد له پوځ سره نږدې بلل کېږي، راپور ورکړی چې له طالبانو سره د اړیکو د بیا پیلولو لپاره د اسلاماباد دیپلوماټیکې هڅې له ستونزو سره مخ دي.
د «ایکسپریس ټریبیون» د راپور له مخې، د دې ستونزې یو اساسي لامل د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافات دي، چې له کابل سره د پاکستان تعامل یې له خنډونو سره مخ کړی.
دې پاکستانۍ رسنۍ نن چهارشنبه، د کب ۸مه، د باوري سرچینو له قوله لیکلي، چې په دې ورستیو کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ هېڅ رسمي تماس نه دی نیول شوی. سرچینې ویلي، طالبان له بېلابېلو ډلو جوړ شوي، او اسلاماباد نهپوهېږي، چې له کومې ډلې سره اړیکې ټینګې کړي.
د راپور پر بنسټ، د طالبانو د رهبرۍ په کچه اختلافات د دې لامل شوي، چې پاکستاني چارواکي په کابل کې د باور وړ سیاسي شریک پیدا نه کړي. سرچینې زیاتوي، د طالبانو د بېلابېلو ګروپونو ترمنځ نههمغږي هر ډول اوږدمهاله دپلماټیکې اړیکې ستونزمن کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له کړکېچ سره مخ دي. اسلاماباد ادعا کوي، چې پر پاکستان د تحریک طالبان پاکستان بریدونه د افغان طالبانو په ملاتړ ترسره کېږي، خو افغان طالبانو دغه خبره په ځلونو رد کړې ده.