
دوه باوري سرچینو خبر ورکړی چې طالبان نن د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په موخه له پاکستاني لوري سره مذاکرات کوي. تورخم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو او ترانزیتي لارو څخه ګڼل کېږي، دا اوومه ورځ ده چې د پاکستان له خوا تړل شوې ده.
ظاهراً دا اقدام د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي شخړو له امله رامنځته شوی؛ خو بل لورته د مسافرو تګ راتګ او د توکو لېږد په برخه کې پراخې ستونزې پیدا کړي دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره نن د یکشنبې په ورځ مذاکرات پیل کړي، تر څو د اختلافاتو د حل او د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په اړه توافق ته ورسېږي. تر اوسه د دې مذاکراتو جزئیات نه دي خپاره شوي، خو باوري سرچینې وايي چې د خبرو اصلي تمرکز د تورخم دروازې پر بیا پرانیستل دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم څو ځله د کابل او اسلامآباد ترمنځ د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو له امله د تورخم دروازه تړل شوې وه. تر اوسه روښانه نه ده چې دا خبرې اترې به څه وخت نتیجې ته ورسیږي او د تورخم دروازه به بېرته کله پرانیستل شي.