ملګري ملتونه: د افغانستان ښځې د «جنسیتي اپارتاید» له ګواښ سره مخ دي

صمیم بارکزی

طرز پرس

13 حوت 1403

WhatsApp Image 2025-03-03 at 13.42.11_0ad6b7bc.jpg

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېسار، ولکر ترک، د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت له امله خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې او اوسنی نظام یې د «جنسیتي اپارتاید» په تطبیقولو تورن کړی.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې ظالمانه تګلارې دوی عملاً د خپلو کورونو «مجازي بندیان» ګرځولي او له اساسي حقونو یې بې برخې کړي دي.

ترک ټینګار کړی چې د زده‌کړې، کار، ازادۍ او ټولنیز مشارکت پر وړاندې پراخ محدودیتونه د دې لامل شوي چې افغانې ښځې له عادي ژوند څخه بې برخې شي او په ټوله کې له ټولنې وشړل شي. د هغه په وینا، دا کړنې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی، او نړیواله ټولنه باید د دې ظلم په وړاندې چوپ پاتې نشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېسار له غړو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره پر طالبانو سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي او له افغانو ښځو او نجونو څخه خپل ملاتړ پراخ کړي.

نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړی چې د دې حالت دوام به د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره ناوړه او نه جبرانېدونکې پایلې ولري.