په تورخم کې جګړه؛ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې

طرز پرس

14 حوت 1403

GlE8G5JbwAAoe_t.jpeg
 

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي چې تورخم تیره شپه هم د طالبانو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ د سختو نښتو شاهد و.

یوه سرچینه طرز پرس ته وایي چې دغه جګړه د شپې له ۱۲ بجو پیل شوه او تر سهاره یې دوام درلود. بل پلو ځینې انځورونه ښيي چې د طالبانو سرتېري د تورخم صفري ټکي ته رسېدلي او هلته یې انځورونه اخیستي دي.

په همدې حال کې، دواړه لوري ادعا کوي چې یو بل ته یې مرګ‌ژوبله اړولې، خو تر دې دمه په دې اړه هیڅ رسمي راپور نه دی خپور شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د سرچینې په وینا، طالبانو او پاکستاني لوري د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د تورخم دروازې د خلاصولو په اړه خبرې پیل کړي وو، خو د جګړې دوام له کبله دغه مذاکرات بې‌نتیجې پای ته رسېدلي دي.