
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بنت، د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د لا زیات پام غوښتنه کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د نړیوال ملاتړ مستحق دي او باید د نړیوالو بحرانونو تر سیوري لاندې هیر نه شي.
بنت، چې نن جمعه «د کب ۱۰مه» د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته خبرې کولې، خبرداری ورکړ چې طالبان باید درک کړي چې د ښځو ځپنه او د بشري حقونو پراخ نقض به بېپایلو پاتې نه شي. هغه زیاته کړه چې هره اوونۍ د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه نوي راپورونه ترلاسه کوي، چې دا موضوع نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.
ریچارد بنت ټینګار وکړ چې د نړۍ هېوادونه مسؤلیت لري، ترڅو د افغانستان د بشري حقونو د دفاع لپاره په همغږۍ او ګډه توګه عمل وکړي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان د خپلو کړنو په وړاندې مسؤل وساتي او د دې لپاره عملي او اغېزناک تدابیر ونیسي.