افغانستان

thumbs_b_c_b02506e7441a51508653321b78cdc307.jpg

پنتاګون: په افغانستان کې څو تروریستي ډلې فعالې دي

پنتاګون یا د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې څو تروریستي ډلې فعالې دي او امریکا له تروریزم څخه د مخنیوي پخاطر حالات په دقت څاري.
download.jpeg

هیلاري کلنټون د طالبانو افراطي سیاست پر وړاندې د نړۍ د درېدو غوښتنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د ډموکرات ګوند یوه ځواکمنه څېره، هیلاري کلنټون، د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی او له نړۍ یې غوښتنه کړې چې د طالبانو «افراطي سیاستونو» پر وړاندې ودرېږي.
pic_1681215356.jpg

شهباز شریف: ټولو ته څرګنده ده چې ټي‌ټي‌پي خپل بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیموي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوځل بیا د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په اړه نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا موضوع اوس ټولو ته څرګنده ده.
OIP.jpeg

طالبان: د امر بالمعروف پر قانون انتقاد د ایمان د زوال خطر لري

طالبانو له څو ورځو چوپتیا وروسته د امر بالمعروف قانون پر وړاندې غبرګونونو ته په ځواب کې وویل چې دا اندېښنې د طالبانو په دريځ کې کوم بدلون نه شي راوستی او پر دغه قانون انتقاد هم حتی د ایمان د زوال خطر لري.
maxresdefault.jpg

منتقدینو ته د امربالمعروف د وزیر ځواب: د شریعت پلي کول زموږ سره کرښه ده

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر، خالد حنفي د دې وزارت د نوي قانون په اړه نیوکو ته په ځواب کې ویلي چې «د شریعت پلي کول د طالبانو د نظام سره کرښه ده.»
OIP (3).jpeg

یوناما: د امر بالمعروف قانون زورونکی ليدلوری لري او افغانان یې مستحق نه دي

یوناما د طالبانو امر بالمعروف قانون ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه قانون د تخلفاتو اوږد او پيچلی نوملړ لري او د طالبانو د امر بالمعروف غړيو ته د خلکو د ګواښ او نیولو لپاره بشپړ واک ورکړل شوی دی.
Neda-Mohammad-Nadeem.jpg

ندیم: د نجونو زده کړو په اړه پوښتنه هم تر امر ثاني معطل ده

د افغان نجونو زده کړو په برخه کې طالبانو لخوا د سختو اعمال شویو بندیزونو په دوام کې د دغې ډلې د لوړو زده کړو چارواکي وايي چې د نجونو زده کړو په برخه کې ان پوښتنه کول هم تر امر ثاني معطل ده.
BB1kCw01.jpeg

پینتاګون: طالبان له امریکا سره د داعش پر وړاندې مبارزه کې همکار نه دي

پنټاګون اعلان کړی چې امریکا متحده ایالات د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزې لپاره یو نړیوال ائتلاف لري، خو طالبان د دې ائتلاف برخه نه دي.
thumbs_b_c_f892017b6a0d8afe27448c086d21ce6f.jpg

آلمان: له افراطي طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه ممکنه نه ده

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر قانون کلکه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له دې «افراطي ډلې سره هېڅ ډول اړیکه ممکنه نه ده.»
190117-845079.jpg

د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو پروازونو بې ساري زیاتوالی

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې په سیمه کې د وروستي کړکېج له کبله، د افغانستان له فضا څخه د نړېوالو پروازونو شمېر په بېساري کچه زیات شوي او نړیوال هوايي چلند اداره د افغانستان فضا یوه خوندي لاره ارزولې ده.