منتقدینو ته د امربالمعروف د وزیر ځواب: د شریعت پلي کول زموږ سره کرښه ده

طرز پرس

5 سنبله 1403

maxresdefault.jpg

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر، خالد حنفي د دې وزارت د نوي قانون په اړه نیوکو ته په ځواب کې ویلي چې «د شریعت پلي کول د طالبانو د نظام سره کرښه ده.»
طرز پرس: نوموړي دغه څرګندونې نن د سنبلې ۵مه، د افغانستان په سرپل ولایت کې د دې وزارت له محتسبینو سره په یوه غونډه کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دا قانون به پرته له استثنا په ټولو باندې پلی شي. حنفي په دې غونډه کې د دې قانون منتقدینو ته په ځواب کې وویل چې «د شریعت پلي کول، اسلامي حدود او حجاب د طالبانو سره کرښه ده.» د طالبانو د امر بالمعروف دا قانون چې په ځانګړې توګه په ښځو باندې جدي محدودیتونه لګوي، تېره اونۍ د طالبانو د مشر له خوا توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو. دغه قانون د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو، خو لکه څرنګه چې ښکاري، طالبانو دغه غبرګونونه جدي نه دي ګڼلي.