آلمان: له افراطي طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه ممکنه نه ده

طرز پرس

2 سنبله 1403

thumbs_b_c_f892017b6a0d8afe27448c086d21ce6f.jpg

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پر قانون کلکه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له دې «افراطي ډلې سره هېڅ ډول اړیکه ممکنه نه ده.»
طرز پرس: د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالنا بئربوک، نن له غرمې وروسته د اګست۲۳ مه، طالبانو ته یو سخت پیغام ورکړ او د امر بالمعروف قانون یې «د ښځو په وړاندې نږدې ۱۰۰ پاڼې نفرت» وباله. دا پیغام چې د مېرمن بئربوک له رسمي ټویټر پاڼې خپور شوی، د طالبانو پر وړاندې سخت ځپونکي ټکي پکې کارول شوي دي. هغې زیاته کړې چې «د طالبانو په اصطلاح د امر بالمعروف قانون هدف دا دی چې د نیمايي هېواد ژبه خاموشه کړي.» د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې په باور، دغه قانون سخت قواعد وضع کوي چې ښځې په افغانستان کې له عزت، حقونو او آواز محرومیږي. هغې ولیکل: «دا یو ځل بیا ثابتوي چې له افراطی اسلام‌پالو سره هېڅ ډول اړیکه ممکنه نه ده.»
د المان د بهرنیو چارو وزیرې څو ورځې مخکې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ درېیمې کلیزې ته په غبرګون کې هم دغې ډلې ته یو مهم پیغام ورکړ او وویل، ترهغو چې طالبان خپل نړیوالې ژمنې پوره نه کړي، له نړېوالې ټولنې سره یې یوځای کېدل ناشوني دي، خو لکه څنګه چې لیدل کیږي، طالبانو تر اوسه د بهرنيو هېوادونو خبرداری جدي نه دي نیولي.