د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوځل بیا د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په اړه نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دا موضوع اوس ټولو ته څرګنده ده.
طرزپرس: شهباز شریف دا څرګندونې د وږي په ۶مه، د پاکستان د کابینې په غونډه کې کړي او خبرداری یې ورکړی چې نور به د ترهګرو لپاره هیڅ خوندي ځای شتون ونه لري. هغه زیاته کړې: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې ترهګر په پاکستان کې له منځه یووړل شي. موږ به د پاکستان پوځ ته ټول امکانات برابر کړو.»
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې په همدې اوونۍ کې لږ تر لږه ۳۹ کسان، چې زیاتره یې د امنیتي ځواکونو غړي او په ځانګړي ډول پنجابیان وو، د دغه هېواد په لویو لارو کې له بسونو څخه ښکته کړل شوي او د هویت له تثبیت وروسته، وژل شوي دي. د دې برید مسئولیت بلوڅ بېلتون پالو پر غاړه اخیستی دی. ظاهراً ښکاري چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځیانو مرګوني بریدونه د دې هېواد چارواکي سخت اندېښمن کړي دي.
شهباز شریف: ټولو ته څرګنده ده چې ټيټيپي خپل بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیموي
طرز پرس
7 سنبله 1403