یوناما د طالبانو امر بالمعروف قانون ته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه قانون د تخلفاتو اوږد او پيچلی نوملړ لري او د طالبانو د امر بالمعروف غړيو ته د خلکو د ګواښ او نیولو لپاره بشپړ واک ورکړل شوی دی.
طرز پرس: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رزا اتونبایوا، دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۲۵مه، په یوه بیان کې کړي دي. هغې زیاته کړې چې د طالبانو امر بالمعروف قانون د خلکو په شخصي مسایلو کې پراخ محدودیتونه لګوي او د امر بالمعروف غړيو ته بشپړ صلاحیتونه ورکوي. رزا اتونبایوا دغه قانون زوروونکی بللی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خلک د طالبانو لهخوا د داسې چلند مستحق نه دي.
نوموړې زیاته کړه: «له کلونو جګړو وروسته، د افغانستان خلک د طالبانو د داسې چلند مستحق نه دي چې لمانځه ته په ناوخته رسېدو، مخالف جنس ته په کتو، یا د خپل محبوب کس عکس لرلو له کبله وګواښل یا بندیان شي.»
طالبانو څو ورځې وړاندې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ کړ، چې په ۴ فصلونو او ۳۵ مادو کې د ملا هبتالله لهخوا توشیح شوی. په دغه قانون کې د افغان ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونه له کبله کورني او نړیوال غبرګونونه پارېدلي دي.