پنتاګون: په افغانستان کې څو تروریستي ډلې فعالې دي

طرز پرس

8 سنبله 1403

thumbs_b_c_b02506e7441a51508653321b78cdc307.jpg

پنتاګون یا د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې څو تروریستي ډلې فعالې دي او امریکا له تروریزم څخه د مخنیوي پخاطر حالات په دقت څاري.
طرز پرس: د امریکا د دفاع وزارت ویاند پاتریک رایډر دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ، د اګست ۲۹مه نېټه، په یوه خبري ناسته کې په امریکا کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې بېلابېلې تروریستي ډلې فعالې دي. د پنتاګون ویاند همدارنګه ویلي چې امریکا به د ملي امنیت د ساتنې او د تروریزم له پراختیا څخه د مخنیوي لپاره له سیمه‌ییزو هېوادونو سره همکاریو ته دوام ورکړي. که څه هم د پنتاګون ویاند په افغانستان کې د دغو تروریستي ډلو مشخص نومونه یاد نه کړل، خو تر دې وړاندې متحده ایالاتو څو ځله په افغانستان کې د داعش او القاعدې د شتون یادونه کړې وه.
د پنتاګون ویاند په دې خبري ناسته کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې واشنګټن په افغانستان او سیمه کې حالات په دقت سره څاري، څو د ترهګریزو ګواښونو مخنیوی یې کړی وي.