طالبان: د امر بالمعروف پر قانون انتقاد د ایمان د زوال خطر لري

طرز پرس

5 سنبله 1403

OIP.jpeg
طالبانو له څو ورځې چوپتیا وروسته د امر بالمعروف قانون پر وړاندې غبرګونونو ته په ځواب کې وویل چې دا اندېښنې د طالبانو په دريځ کې کوم بدلون نه شي راوستی او پر دغه قانون انتقاد هم حتی د ایمان د زوال خطر لري.
طرز پرس: طالبانو نن د دوشنبې په ورځ د وږي ۵مه، د امر بالمعروف قانون په اړه اندېښنو ته د سپيناوي په پار یوه اعلامیه خپره کړه او په دغه اعلامیه کې يې ولیکل، که «غیر مسلم» د دغو قوانینو په اړه اندېښنه ښیي، لومړی دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي؛ خو که د یو مسلمان لخوا پر دغه قانون نیوکې کيږي بیانو حتی د ایمان د زوال خطر لري.
طالبانو په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سازمان وروستۍ بیانیې ته هم اشاره کړې چې تېره ورځ یې همدا قانون زوروونکی وباله او وویل چې د امر بالمعروف دا قانون پر افغانانو د جبر او استبداد د تحمیلولو په ماناده.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنې ته ځواب ورکړل شوې او ويل شوي چې د قانون په تطبیق کې له ډېرې نرمۍ څخه کار اخېستل کیږي. «دا قوانین د هیچا لپاره هم محدودیت نه دي، نه د چا په حق کې تېری او نه هم په چا ظلم او زیاتی کېږي. دغه قوانین به په مناسبو لارو تطبیقېږي او په تطبیق کې یې له ډېرې نرمۍ څخه کار اخیستل کېږي.»
دا اعلامیه چې د ذبیح الله مجاهد په نوم خپور شوی، د امر بالمعروف قانون په اړه اندېښنې «بې ځایه» بلل شوي او ټيڼګار شوی چې دا اندېښنې د طالبانو په دریځ کوم اغېز نشي لرلی.