د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د ډموکرات ګوند یوه ځواکمنه څېره، هیلاري کلنټون، د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی او له نړۍ یې غوښتنه کړې چې د طالبانو «افراطي سیاستونو» پر وړاندې ودرېږي.
طرز پرس: هیلاري کلنټون د اګست په ۲۸مه نېټه په یوه یادښت کې چې د هغې په اکس پاڼه کې خپور شوی، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون «وحشت» بللی او ټینګار یې کړی چې پر ښځو د داسې محدودیتونو لګول د زغملو وړ نه دی. هغې په دوام کې لیکلي: «ایا غواړئ وګورئ چې افراطیت چیرته رسیږي؟» هیلاري کلنټون همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو د دې اقدام پر وړاندې ودریږي. «نړۍ باید د دې وحشت پر وړاندې غبرګون وښيي.»
تیره اونۍ طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» نوی قانون نافذ کړل چې د دوی د مشر ملا هبتالله اخندزاده لخوا تصویب شوی دی. دغه قانون حکم کوي چې ښځې باید هر وخت په عامو ځایونو کې خپل بدن په بشپړ ډول پټ کړي. د ښځو څېرې پټول یو بل الزام دی تر څو د نارینه وو د ګناه او فسق مخنیوی وشي.
د ښځو غږ هم د احتمالي ګناه وسیله ګڼل شوې او د دې نویو محدودیتونو پر اساس، په عامه ځایونو کې باید ونه اوریدل شي. د دې قانون پر بنسټ، ښځې آن له خپلو کورونو څخه په لوړ غږ د سندرو ویلو څخه هم منع شوي دي.
اوس تازه سرچینو طرز پرس ته ویلي چې د دې قانون عملي کار په کابل کې د سړکونو پر سر پیل شوی او هغه افغانې ښځې چې دغه قانون ته یې درناوی نه دی کړی، له موټرو څخه ښکته شوي او ترې پوښتنې شوي دي.
هیلاري کلنټون د طالبانو افراطي سیاست پر وړاندې د نړۍ د درېدو غوښتنه وکړه
طرز پرس
8 سنبله 1403