د امریکا د متحده ایالتونو یوه جګپوړې ډیپلوماټ د افغانستان په اړه د دوحې د څلورمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د طرز پرس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کرن ډکر په قطر کې له خبریالانو سره په یوه مجازي ناسته کې وویل چې د دوحې د څلورمې ناستې پلان هم د ملګرو ملتونو په اجنډا کې دی.