هيلاري کلنټن: د طالب چارواکو لوڼې بهر کې زده کړې کوي؛ خو افغانستان کې نجونې محرومې دي

طرز پرس

9 سنبله 1403

original.jpg

د امریکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزیره هيلاري کلنټن، د ښځو پر وړاندې د طالبانو له اعمال شویو محدودیتونو څخه په کلکه نیوکه کړې او ويلي یې دي چې د طالب چارواکو لوڼې بهر کې زده کړې کوي؛ خو افغانستان کې نجونې محرومې دي.
طرز پرس: د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هيلاري کلنټن، په یوه یادښت کې پخبل اکس پاڼه کې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو په اړه سخت انتقاد کړی. هغې ویلي چې د طالبانو د مقاماتو لوڼې په بهر کې زده‌کړې کوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو محرومې شوي دي.
کلنټن په دې یاددښت کې د طالبانو له تګلارې سره مخالفت څرګند کړ او ویې ویل: «دوی خپل قوانین یوازې پر نورو تطبیقوي، لکه څنګه چې ټول افراطي ډلې کوي.» د امریکا دا پخوانۍ چارواکې څو ورځې مخکې د طالبانو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" قانون څخه هم په کلکه نیوکه کړې وه او له نړیوالو یې غوښتي وو چې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو په وړاندې ودریږي.