آلمان په برلین کې د افغانستان د ډپلماټيکو مرکزونو د تخلیې غوښتنه کړې

طرز پرس

10 سنبله 1403

612664395a40232133447d33247d38313130353530373038.jpeg

برلین کې د افغانستان له سفارت څخه یوې سرچینې طرز پرس ته ومنله چې دوی ته د افغانستان د ډپلماتیکو مرکزونو د تخلیې امر ورکړل شوی دی.
طرز پرس: دغه دپلماټیکې سرچینې طرز پرس ته وویل چې مخکې هم ورته خبرداری ورکړل شوی و، خو په هغو خبرداریو کې د سفارت د «تخلیې یا تړلو» موضوع روښانه نه وه. دغه سرچینه چې نه غواړي هویت یې په دې راپور کې څرګند شي، زیاته کړه چې په برلین کې د افغانستان سفارت پرون یو لیکنیزه ابلاغیه ترلاسه کړې چې پکې د سفارت د تړل کېدو غوښتنه شوې ده. سرچینه زیاته کړه چې په دې ابلاغیه کې، طالبانو ته د سفارت د سپارلو په اړه کوم مشخص یادونه نه ده شوې.
په همدې حال کې یوې بلې باخبرې سرچینې هم طرز پرس ته ددې خبر پخلی وکړ او وویل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په جرمني کې د افغانستان ډپلماتیک مرکزونه هېڅ ډول دپلماتیک فعالیت نه لري او د آلمان حکومت اړ شو چې په دې اړه پخپلو تګلارو بیا کتنه وکړي. د آلمان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې په ځلونو ټينګار کړی، چې له طالبانو سره د ډپلماټیکو اړیکو ساتل د هغوی د «افراطي سیاستونو» له کبله «ناممکن» دي.
دا په داسې حال کې ده چې د آلمان حکومت نن د جمعې په ورځ، ۲۸ تنه افغان وګړي چې په جنایي جرمونو تورن وو، کابل ته ډیپورت کړي دي. په ورته مهال، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې کابل ته د دغو افغان وګړو لېږدول له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په مانا نه دي. د جرمني شپیگل مجلې راپور ورکړی چې د اخراج شوو کسانو شمېر ۲۸ تنه دي او دا افغان وګړي په درنو جنایي جرمونو لکه جنسي تېري او وسله‌والې غلاوې تورن شوي وو.