ازبکستان خپل په بهرني سیاست کې د افغانستان ځای ارزښتناک بولي

طرز پرس

9 سنبله 1403

GWJcm9XW8AA8Sct.jpeg

د ازبیکستان لومړي وزیر ویلي چې د دې هېواد په بهرني سیاست کې افغانستان مهم ځای لري او تاشکند چمتو دی چې منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو د صادرولو زمینه له خپلې خاورې څخه برابره کړي. 
طرز پرس: د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف دغه څرګندونې د «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې کړي دي. د ارګ په خبرپاڼه کې د ازبکستان د لومړي وزیر په حواله لیکل شوي چې «افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او تاشکند چمتو دی چې له نن څخه د افغانستان د تازه مېوو د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د ترانزیت زمینه برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو اړیکې د افغانستان دوه شمالي ګاونډیانو ازبیکستان او ترکمنستان سره د پام وړ ښه شوي او څو ورځې مخکې د ازبکستان لومړی وزیر هم کابل ته سفر کړی و. دا لومړی ځل و چې طالبانو له درې کلنې واکمنۍ ورورسته په افغانستان کې په دې کچه د یو بهرني هېواد د چارواکي کوربه توب کاوه.