طالبان د هوايي حریم کنټرول لپاره د روسیې هوايي دفاع سیستم ته علاقه لري

طرز پرس

9 سنبله 1403

R.jpeg

طالبان وايي چې روسیه د نظامي تجهیزاتو او ټکنالوژۍ له پلوه د نړۍ ترټولو ځواکمن هېواد دی او دوی به له مسکو څخه د هوايي دفاع سیستم غوښتنه وکړي.
طرز پرس: دا څرګندونې د طالبانو د دفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکي د روسیې له ټاس خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړي او ويلي یې دي چې طالبان د افغانستان ځمکني دفاع لپاره لازم نظامي تجهیزات لري؛ خو له هوايي حریم څخه دفاع لپاره، هېڅ ډول تجهیزات نه لري.
د دغه وزارت د لوژستیک څانګې رئیس عبدالبصیر صابري پنج‌شنبه د وږي ۸مه، ټاس خبري اژانس ته وویل چې طالبان د افغانستان پر هوايي حریم کنټرول نه لري او له هوايي حریم څخه دفاع لپاره، هوايي دفاع سیستم او د هوايي حریم کنټرول تجهیزاتو ته اړتیا لري. صابري زیاته کړې: «کله چې د دې کار لپاره شرایط موجود وي، بیا به دغه تجهیزات له تاسو واخلو.»
عبدالبصیر صابري همداراز ټاس ته ويلي، چې له امريکا څخه ترلاسه شوي پوځي تجهیزات د پولو د امنیت لپاره کارول کېږي او دوی د ځمکنۍ امنیت لپاره ټول هغه وسلې چې اړتیا ورته لېدل کيږي، په واک کې لري. د طالبانو د دفاع وزارت دغه چارواکي ټينګار کړی چې روسیه او افغانستان دواړه ګاونډیان دي او غوره ده چې د یو بل بشپړ ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ورستیوکې په ځلونه داسې راپورونه خپاره شوي چې ناپېژندو بې پیلوټه جنګي الوتکو د افغانستان هوايي حریم نقض کړې ده.