طالبانو له روسیې څخه د الوتکو ضد د وسلو پېرلو خبر رد کړل

طرز پرس

10 سنبله 1403

OIP (4).jpeg

تر هغو راپورونو وروسته چې ګواکې طالبان له روسیې څخه د هوايي دفاع سیسټم په پېرولو کې علاقه لري، د طالبانو دفاع وزارت وايي چې دا راپورونه ناسم دي او تر اوسه یې له روسي چارواکو سره په دې اړه هېڅ ډول خبرې نه دي کړي.
طرز پرس: د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې په دې اړه د دې وزارت د لوژستیک رئیس عبدالبصیر صابري خبرې تحریف شوې دي. د روسیې تاس خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ د عبدالبصیر صابري له خولې راپور ورکړ چې که شرایط برابر شي، د طالبانو حکومت علاقه لري چې له روسیې څخه د هوايي دفاع سیستم واخلي. تاس روسي خبري اژانس د عبدالبصیر په هواله ليکلي وو: «کله چې شرایط برابر شي، موږ به دغه تجهیزات له تاسو ترلاسه کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو څو ځله ویلي چې دوی د هوايي دفاع سیسټم ته سخت اړتیا لري او همدارنګه یې اعتراف کړی چې د افغانستان هوايي حریم څو ځله د نامعلومو جنګي الوتکو له خوا نقض شوی دی.