برلین اعلان کړی چې کابل ته د یو شمېر افغان وګړو استول، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په معنی نه دي او دا اقدام د قطر له حکومت سره په همغږۍ ترسره شوی دی.
طرز پرس: آلمان، ۲۸ افغان وګړي نن د جمعې په ورځ د وږي ۹مه، له خپل هېواده و ایستل او کابل ته یې انتقال کړل. د آلماني رسنیو په وینا، ډېری اخراج شوي کسان په جدي جنايي جرمونو لکه جنسي تېري او وسلهوالې غلاوې تورن شوي دي. دا لومړی ځل دی چې آلمان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، پر جرایمو د تورن افغان کډوالو د ایستلو بهیر پيلوي.
اوس د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې کابل ته د دغو افغان وګړو لېږدول، هېڅکله له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو په لور د ګام اخیستلو په معنی نه دي. جرمني او نور اروپايي هېوادونه له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.
برلین: کابل ته د افغان وګړو استول، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په معنی نه دي
طرز پرس
9 سنبله 1403