له افغان خاورې څخه پاکستان ته د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» د بريدونو په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په دوام کې، دا ځل د د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې پاکستان د «تروریستانو» له بریدونو څخه ډېر اغېزمن شوی دی.
طرز پرس: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، سید محسن نقوي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ، د اګست په ۲۸مه، د ملګرو ملتونو له یوه پلاوي سره په لیدنه کې کړې او ټینګار یې کړی چې پاکستان خپله خاوره کې د «تروریستانو د نفوذ» له کبله تر ټولو زیات زیان لیدلی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همدارنګه د ملګرو ملتونو پلاوي ته ویلي چې «تروریستان» د افغانستان له خاورې پر دغه هېواد خپل بریدونه پلانوي او دا باید ژر تر ژره ودرول شي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم دوه ورځې مخکې ويلي وو چې له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» د بریدونو پلان، نور یو پټ راز نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې وسله والې ډلې د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي او یوازې د تېر اونۍ په لړ کې شاوخوا ۶۰ پاکستاني پوځیان د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» او د بلوڅ بیلتونپالو لخوا د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د طالبانو لوی درستیز، د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، هېڅوک نه شي کولی چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» شتون ثابت کړي. فصیح الدین فصیح همدارنګه زیاته کړه چې تحریک طالبان پاکستان خپل بریدونه په دغه هېواد کې دننه طرحه کوي او په پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: له افغانستان څخه د تروریستانو د بریدونو دوام، اغېزمن کړي یو
طرز پرس
8 سنبله 1403