افغانستان

Untitled-1-61.jpg

شهباز شریف: د منلو وړ نه ده چې ټي ټي پي په افغانستان کې آزاد فعالیت وکړي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ازاد فعالیت، اسلام‌آباد لپاره د منلو وړ نه دی او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې دغې ډلې پر وړاندې یو پرېکنده دريځ خپل کړي.
R.jpg

په راډیويي ستېشن د ملي تلویزیون د بدلون پلان ته غبرګونونه

یو شمېر رسنیزو بنسټونو د طالبانو هغه هڅې په کلکه غندلي چې غواړي ملي تلویزیون په رادیویي ستېشن بدل کړي. دغو بنسټیز د طالبانو دا اقدام د بیان د آزادۍ د ځپلو او په هېواد کې د کلتوري تنوع د له منځه وړلو لپاره د یوې تنظیم شوې پلان برخه بللې ده.
thumbs_b_c_81503ef145c8b268eb1b03a49a1f57ea.jpg

اشرف غنی: دا منطقي نه ده چې په افغانستان کې تشدد مشروع او په پاکستان کې نامشروع وي

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غنی، د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي بریدونه سخت وغندل او وویل چې دا عمل د استعماري او تفرقه اچوونکو تګلارو دوام دی. هغه زیاته کړه چې له پیل څخه د دیورنډ کرښه د ګډو فرهنګ او تاریخ لرونکو خلکو تر منځ د تفرقې اچولو لپاره جوړه شوې وه او اوس د دې خلکو د ځورولو او ځپلو لپاره په یوه پلمه بدله شوې ده.
170817562 (1).jpg

طالبانو د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار او خپل احتجاج لیک ور سپارلی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن له غرمې وروسته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جنګي الوتکو د بمبارد له کبله ورته د خپل شدید احتجاج‌لیک سپارلی دی.
002.jpg

صالح: طالبان د امارت او جمهوریت تر نوم لاندې د خلکو یووالی ټوټه ټوته کړ

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال، امرالله صالح، د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې لیکلي چې طالبانو د «امارت او جمهوریت» تر نوم لاندې د خلکو یووالی مات او له منځه وړی دی.
OIP.jpg

خلیلزاد: احتمال شته چې طالبان د پاکستان هوايي بریدونو ته ځواب ورکړي

د پاکستان جنګي الوتکو د سه‌شنبې په شپه د پکتيکا پر برمل ولسوالۍ هوايي بريدونه وکړل او دا بریدونه د طالبانو په ګډون د سیمه ييزو لوبغاړو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د طالبانو دفاع وزارت دغه بريد د افغانستان د ملي واکمنۍ ښکاره سرغړونه ګڼلې او خبرداری يې ورکړی چې "دا عمل به بې ځوابه پاتې نه‌شي."
GflWxTEXcAA-JNJ.jpg

طالبان: د پاکستان هوايي برید بې ځوابه نه پاتې کېږي

د پکتيکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان جنګي الوتکو لخوا د نن شپې هوايي برید د طالبانو تُند غبرګون راوپاراوه. د طالبانو دفاع وزارت دا برید د افغانستان پر حریم ښکاره تېری وباله او اعلان يې وکړ چې «دا عمل بې ځوابه نه پاتې کېږي.» دغه وزارت په یوه بیانیه کې وويل: «د پاکستان خپل سرې کړنې نه يوازې دا چې ستونزې نه‌حلوي، بلکې درنې پایلې به ولري.»
GfinDIYawAA42Fo.jpg

کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي سفر؛ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا هڅه

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېد او د طالبانو لخوا له تود هرکلي سره مخ شو. هغه ویلي چې د دې سفر موخه د طالبانو له چارواکو سره لیدنې او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ده.
OIP.jpg

طالبانو د سعودي عربستان د سفارت د بیا پرانیستلو هرکلی وکړ

سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کابل کې یې خپل ډیپلوماتیک استازولۍ بیا پرانیستې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له دې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
5452556313_1c7f44506e_n.jpg

خلیل‌زاد: نړیوال نظام سره د یوځای کېدو چل له احمد شرع زده کړئ

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د واشنګتن لخوا د تحریر شام د مشر، د نیولو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزې د لغوه کولو په غبرګون کې یوه مهمه خبره کړې ده. نوموړي د اشارې په بڼه طالبانو ته ویلي چې له نړیوال نظام سره د یو ځای کېدلو چل له احمد شرع زده کړي.