یو شمېر رسنیزو بنسټونو د طالبانو هغه هڅې په کلکه غندلي چې غواړي ملي تلویزیون په رادیویي ستېشن بدل کړي. دغو بنسټیز د طالبانو دا اقدام د بیان د آزادۍ د ځپلو او په هېواد کې د کلتوري تنوع د له منځه وړلو لپاره د یوې تنظیم شوې پلان برخه بللې ده.
د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د درېو کورني سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبان پلان لري چې دغه تلویزیون د رادیویي ستېشنونو یوې شبکې ته واړوي. دغه ډله په دې وروستیو کې د "ملي راډیو" او "د شریعت غږ راډیو" د لېږدوونکو د نصبولو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړې ده. دا طرحه د دې ښکاره کوونکې ده چې طالبان ملي رسنۍ پخپل ایدیولوژیکه وسیله بدلوي.
د بیان آزادۍ کور، چې په افغانستان کې د بیان آزادۍ یو ملاتړ کوونکی بنسټ دی، د ملي تلویزیون د هویت د بدلولو په برخه کې د طالبانو دا هڅه په کلکه غندلې ده. دغه سازمان ټینګار کړی چې طالبانو د رسنیو لپاره سخت قوانین وضع کړي دي. د دې سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، له دې قوانینو څخه یو د ژوندیو موجوداتو پر تصویرونو بندیز دی چې په جنوبي ولایتونو لکه کندهار، هلمند، زابل او ارزګان کې د ملي تلویزیون خپرونې په بشپړه توګه درولي دي.
له بلې خوا، یو شمېر رسنیزو فعالانو اندېښنه څرګنده کړې چې دا ځپل یوازې ملي تلویزیون پورې محدود نه دي، بلکې نورې تصویري رسنۍ هم هدف ګرځول شوې دي ترڅو په هېواد کې د بیان آزادۍ غږ خاموشه شي.
د بیان آزادۍ ملاتړي سازمانونه خبرداری ورکوي چې د طالبانو اقدامات یوازې د بیان د آزادۍ په ځپلو محدود نه دي، بلکې د افغانستان د خلکو د لسیزو هڅو لپاره چې د خپلواکو رسنیو د رامنځته کولو او د هېواد کلتوري هویت د ساتنې په برخه کې کړي دي، جدي ګواښ دی. دې سازمانونو د بېلابېلو بیانیو په خپرولو سره د طالبانو دې اقدام ته غبرګون ښودلی او له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او د آزادو رسنیو ملاتړو څخه غوښتنه کړې چې د دې "ځپونکو سیاستونو" د پراخېدو د مخنیوی وکړي.