صالح: طالبان د امارت او جمهوریت تر نوم لاندې د خلکو یووالی ټوټه ټوته کړ

طرز پرس

5 جدی 1403

002.jpg

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال، امرالله صالح، د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې لیکلي چې طالبانو د «امارت او جمهوریت» تر نوم لاندې د خلکو یووالی مات او ټوټه ټوټه کړی دی.

ښاغلي صالح په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د خلکو د یووالي اړتیا ته اشاره کړې ده. هغه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: «هغه څه چې افغانستان درلودلی شوای، د خلکو وحدت او یووالی و چې طالبانو هغه د پښتو او فارسي، جمهوریت او امارت، شمالي او جنوبي، مکتبي او مدرسه‌يي، شیعه او سني تر نوم لاندې ټوټه ټوټه کړ.»

ښاغلي صالح زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو بې‌اتفاقي د پاکستان له ستراتیژیکو اهدافو څخه وه، او نن طالبان دغه هدف ورته پوره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت پر سیاسي جوړښت تر ټولو زیاتې نیوکې کېږي، ځکه چې د دې ډلې له غړو پرته بل هېڅوک د رهبرۍ په کچه د ګډون حق نه لري. په همدې اساس نړیوال سازمانونه او ټول بهرني هېوادونه په پرله‌پسې ډول د ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.