افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېد او د طالبانو لخوا له تود هرکلي سره مخ شو. هغه ویلي چې د دې سفر موخه د طالبانو له چارواکو سره لیدنې او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ده.
بل لوري ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې سراج الدین حقاني له محمد صادق سره د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په اړه خبرې کړې دي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه ترینګلتیا لاهم دوام لري. پاکستان په بیا بیا د طالبانو څخه غوښتنه کړې چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.
محمد صادق له دې وړاندې هم د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۱ کال پورې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې وه.