د پاکستان جنګي الوتکو لخوا د پکتيکا پر برمل ولسوالۍ د نن شپې هوايي برید د طالبانو تُند غبرګون را پارولی دی. د طالبانو دفاع وزارت دا برید د افغانستان پر حریم ښکاره تېری بللی او اعلان يې کړی چې «دا عمل بې ځوابه نه پاتې کېږي.» دغه وزارت په یوه بیانیه کې وويل: «پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هیڅ ستونزې حل نه دی. دوی به دغه کرغیړن عمل بې ځوابه پرینږدې؛..»
پاکستاني رسنیو پوځ ته نږدې سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د دې هوايي بریدونو هدف د پاکستاني طالبانو د سرحدي پټنځایونو په نښه کول وو. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني طالبانو په تېرو میاشتو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي او اسلاماباد بیا افغان طالبان په دې تورن کړي چې د دې بریدونو په مخنیوي کې همکاري نه کوي.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي، د پاکستان ادعا رد کړه او په ایکس ټولنیزه شبکه کې یې ولیکل چې «د دې بریدونو قربانیان ملکي وګړي، په ځانګړې توګه وزیرستاني کډوال، دي.» نوموړي د تلفاتو کره شمېر نهدی ښودلی، خو تایید یې کړه چې «یو شمېر ماشومان او نور ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.»
افغان طالبان، وزیرستاني کډوال هغه کسان بولي چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله له قبایلي سیمو څخه افغانستان ته پناه ور وړي دي. خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دغه کډوال د تحریک طالبان پاکستان لسګونه قوماندانان او جنګیالي دي چې د افغان طالبانو په ملاتړ د افغانستان په سرحدي سیمو کې مېشت شوي دي.
د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، اوس د دواړو هېوادونو اړیکې یوې نوې پړاو ته دننه شوي دي. وروستۍ پېښې څرګندوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنۍ ستونزې کولی شي وضعیت لا نور پسې خراب کړي.