سعودي عربستان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کابل کې یې خپل ډیپلوماتیک استازولۍ بیا پرانیستې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له دې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ټینګار وکړ چې د دې سفارت بیا پرانیستل به د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لامل شي. نوموړي دا هم څرګنده کړه چې طالبان د سعودي عربستان د سفارت د بشپړ امنیت د ساتنې ژمنتیا کوي.
د ضیا احمد تکل په وینا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې په ټولو برخو کې له دې استازولۍ سره همکاري وکړي. نوموړي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ، د جدي په درېیمه نېټه، د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون سره په مرکه کې وکړې.