د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد، په خپل اکس پاڼه کې ليکلي چې طالبان ښايي د دغو بریدونو ځواب ورکړي. نوموړي له دواړو خواوو غوښتي چې د جګړې پر ځای دې یوې داسې موافقې ته ورسېږي چې د یو بل پر ضد د بریدونو مخه ونیسي.
دا هوايي بريد، چې د پاکستاني سرچينو په وینا د تحریک طالبان پاکستان پټنځايونه يې په نښه کړي وو، په داسې وخت کې ترسره شو چې افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق، د طالبانو له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی. خو اوس داسې ښکاري چې دا نظامي اقدام د سیاسي حل لپاره شته هیلې کمې کړې دي.
طالبانو مخکې هم د پاکستاني پوځي عملیاتو په ځواب کې د دې هېواد پر خاوره راکټي بریدونه کړي دي. که چیرې طالبان ورته غبرګون وښيي، نو د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو او حتی پراخو نښتو احتمال شته.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام نه یوازې د سیمې سوله له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د کابل او اسلامآباد ترمنځ په اقتصادي او امنیتي اړیکو کې هم ژورې منفي اغېزې لرلی شي.